د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که د پاکستان او اسټرالیا کریکټ ټیمونه هم وزیرستان ته راشي، شتونزې مو نشي هوارولی'


'که د پاکستان او اسټرالیا کریکټ ټیمونه هم وزیرستان ته راشي، شتونزې مو نشي هوارولی'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان حکومت چې کله هم په قبايلي سيمو او د خيبر پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کي پوځي عمليات پيل کړي نو وروسته بيا د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره تفريحي پروګرامونه جوړوي. حکومت د دې ډول پروګرامونو هدف د بې کوره کړل شوو خلکو نفسياتي کيفيت ښه کول يادوي. د چارشنبې په ورځ هم د پاکستان د کریکټ وتلی لوبغاړی شاهد اپرېدی د خيبر پښتونخوا بنو ښار ته ولاړ او هلته يې د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره يوه لوبه وکړه. خو پوښتنه دا ده چې حکومت ته د بې کوره کړل شوو خلکو ستونزو ته زياته پاملرنه اړول وي او که د هغوی لپاره تفريحي پروګرامونو جوړول ته؟ په دې اړه عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG