د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې دیوالي جشن سرکاري رخصتي وګرځوي'


د پاکستان په لاهور ښار کې یوه هندوه ډیوې په لاس د دیوالي جشن لمانځي.
د پاکستان په لاهور ښار کې یوه هندوه ډیوې په لاس د دیوالي جشن لمانځي.

د هندو مذهب دیوالي د رڼاګانو جشن بلل کېږي، چې دوی یې هرکال په مني کې لمانځي. د هندو عقیدې له مخې، دوی د دیوالي خوشالې ځکه لمانځي چې دا د تیارو لپاره رڼا، د جهالت لپاره علم او د مایوسۍ لپاره امید دی.

په پاکستان کې مېشت هندو مذهبي لږکیان «اقلیت» غوښتنه لري چې د دوی مذهبي تهوار دیوالي دې د سیند صوبې غوندې د ټول هېواد په کچه سرکاري رخصتي وګرځول شي.

د پاکستان هندو کونسل مشر او د واکمن ګوند مسلم لیګ نون له لوري د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر رمېش کمار وانکواني مشال راډیو ته وویل چې هغه وړمه ورځ په قامي اسمبلۍ د خپلې ټولنې په استازیتوب غوښتنه وکړه چې د دیوالي خوشالي دې په سرکاري توګه ولمانځل شي او د دیوالې تر راتګ وړاندې دې دوی ته تنخاګانې هم ورکړل شي.

د هندو مذهب دیوالي د رڼاګانو جشن بلل کېږي، چې دوی یې هرکال په مني کې لمانځي. د هندو عقیدې له مخې، دوی د دیوالي خوشالې ځکه لمانځي چې دا د تیارو لپاره رڼا، د جهالت لپاره علم او د مایوسۍ لپاره امید دی.

ډاکټر وانکواني زیاتوي چې له بده مرغه په پاکستان کې مېشت نژدې اتیا لاکه هندو مذهبي لږکیان له خپله بنیادي انساني حقه بې برخې دي. د ده په خبره که د دیوالي تهوار سرکاري رخصتي وګرځول شي نو له دې سره به په نړیواله ټولنه کې د پاکستان یو ښه تاثر جوړ شي او بل به له دې سره دا پیغام هم ولاړ شي چې په دې هېواد کې حکومت له اقلیتونو سره هېڅ توپیر او امتیاز نه کوي.

خو دی وايي، چې، تر اوسه د حکومت هېڅ مثبت ځواب نه دی راغلی. خو د پاکستان هندو کونسل د مشر په توګه دا پر ده فرض دی د خپلو خلکو غږ د ملک ایوانونو او حکمرانانو ته ورسوي. دی زیاتوي: « لکه څنګه چې په غونډ ملک کې اقلیتونه له اکثریتي مسلمانانو وروڼو سره یوځای د اخترونو خوښۍ لمانځي. نو دغه شان د دیوالي خوشالي هم پکار ده«

د هند په شمال کې د دیوالي ډیوې جوړېږي
د هند په شمال کې د دیوالي ډیوې جوړېږي

د حکومت له لوري د مثبت ځواب نه ورکولو په باب ډاکټر رمېش وانکواني وايي: «په قامي اسمبلۍ کې موږ هومره استازیتوب نلرو ځومره چې پکار ده، بله دا چې په اسمبلۍ کې موجود د اقلیتي ټولنو غړي د اقلیتونو نه بلکې د ګوندونو غړي دي، نو که هغوی په اسمبلۍ کې غږ پورته کړي بیا یو څه وزن لرلی شي. زه خپل غږ اوچتوم، زه له خپل ګوند سره وفادار یم، خو تر ټولو مخکې د خپل قام وفادار یم او دا پر ما فرض دی چې د خپلې ټولنې ستونزې او مسلې په ډاګه کړم.«

ډاکټر رمېش کمار وانکواني دا هم وویل چې تېر حکومت د دیوالی پر موقع د قامي اسمبلې غړو ته د بې وسه هندوانو لپاره پیسې بېلې کړې وې خو موجوده حکومت هغسي هېڅ ګام نه دی اخیستی.

د پاکستان به کراچۍ ښار کې دوه هندو ماشومان دیوالي لمانځي
د پاکستان به کراچۍ ښار کې دوه هندو ماشومان دیوالي لمانځي

نوموړي د سیند صوبې حکومت له اړخه د دیوالي پر موقع د سرکاري رخصتۍ اعلان وستایلی. په پاکستان کې تر ټولو زیات هندوان په سند صوبه کې مېشت دي.

د پیښور هندو ټولنې یو مشر شکیل چندر وایي، «په هغه ځایونو کې چې هندوان پکې په زیات شمېر کې اوسېږي، نو وفاقي حکومت ته پکار ده چې هلته سرکاري رخصتي اعلان کړي«

د هندو مذهب دیوالي د رڼاګانو جشن بلل کېږي، چې دوی یې هرکال په مني کې لمانځي. د هندو عقیدې له مخې، دوی د دیوالي خوشالې ځکه لمانځي چې دا د تیارو لپاره رڼا، د جهالت لپاره علم او د مایوسۍ لپاره امید دی.

دیوالي به نن د زیارت په ورځ لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG