د اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې ده. په بلوچستان کې په وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي.
تر پېښې وروسته د کوټې د پولیسو یوه مشر سید فدا حسن شاه خبریالانو ته وویل چې چاودنه د مارچ پر درېيمه ماښام اوه بجې له کندهاري بازار سره نېږدې پر فاطمه جناح سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.
اوس د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر پوله نه یوازې تجارت بیا ه پیل شوې دي بلکې د اتوار له ورځې څخه عام ولس ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول شوې ده.
په چمن کې انتظامي چارواکو او د سرحدي ځواک سرتېرو د طالبانو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي او د تاوتریخوالي پېښه یې هم نه ده تایید کړې.
د ژوب انتظامي مشر رمضان پال د چارشنبې (شورو) پر ورځ مشال راډيو ته وویل، پېښه د فبرورۍ پر ۲۲مه شپې مهال د ښار په شهابزي کلي کې شوې ده.
د بلوڅانو د ورکولو تور اکثر د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي چې حکومت یې ردوي او د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن وايي، هغه کسان چې موندل شوي، دا نه وايي چې چا تښتولي ول.
په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د روغتيا وزير سيد احسان شاه وويل چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چي شپږ تنه یې په ټپي حالت کې را ایستلي او په کوټه کې یې روغتون ته وړي دي.
د نوشکي او پنجګور ضلعو د حملو مسووليت يې بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلی دی. هغې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په خپل بيان کې ادعا کړې چې ځانمرګو بريدګرو یې د پوځي مرکزونو په داخلي دروازو کې په وسلو بار ګاډو ته چاودنه ورکړې او هلته يې تر ۵۰ زيات سرتېري ووژل.
دا لا جوته نه ده چې پر قافلې ډزې چا وکړې او پولیسو، امنیتي ځواکونو او صوبايي حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په بلوچستان کې د جنورۍ له ۲۶مې نه تر ۲۸مې نېټې پورې په درو وسله والو بریدونو کې تر ۱۵ پورې امنیتي اهلکار وژل شوي دي چې ذمه واري یې بیلا بیلو وسله والو ډلو پر غاړه اخیستې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته