د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو اتحادیې خپل هړتال ختم کړ


په کوټه کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیه د فبرورۍ پر نهمه د احتجاج پر مهال
په کوټه کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیه د فبرورۍ پر نهمه د احتجاج پر مهال

د بلوچستان د ځوانوو ډاکټرانو سازمان له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته په روغتونونو کې خپل هړتال په جزوي توګه ختم کړی دی.

سازمان دا اقدام تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې د فبرورۍ پر نهمه په کوټه کې د ډاکټرانو او حکومتي پلاوي ترمینځ په خبرو اترو کې چارواکو د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې ومنلې او ډاډ يې ورکړ چې په اړه به یې "ډېر ژر نوټيفيکېشن" جاري کړي.

د ځوانو ډاکټرانو د سازمان مشر ډاکټر حفیظ الله مندوخېل د فبرورۍ پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وويل چې تر مذاکراتو يوه ورځ وروسته يې د کوټې او د صوبې په نورو ضلعو کې روغتونونو ته د ورتلونکو ناروغانو معاينې (او پي ډيز) پیل کړي دي. "موږ نن په سېول هسپتال کوټه کې د ناروغانو درملنه وکړه او هغو ته مو وويل چې ان که ماخوستن وي هم، ستاسې معاینه به کوو. د ژوب، لورالايي، زیارت، هرنايي، خضدار، جعفر اباد او نورو ضلعو ډاکټرانو ته مو هم ويلي چې او پي ډي ګانې دې شروع کړي."

هغه وويل چې د بلوچستان د روغتيا وزیر سيد احسان شاه د فبرورۍ پر ۱۰مه په هسپتال کې د دوی هړتالي کیمپ ته ورغی او ډاډ يې ورکړ چې په يوه يا دوو ورځو کې به د غوښتنو د منلو نوټيفيکېشن جاري کړي. تر دې یوه ورځ وروسته ډاکترانو خپل شاوخوا څلور میاشتنی کاربندیز په جزوي ډول پای ته ورساوه.

د کلاس فور ملازمينو په تنخاګانو کې به ۱۰۰ فيصده زیاتوالی کېږي او دا به الاونس کمېټۍ ته لېږدوو چې له حکومتي طریقه کار سره سم يې پر مخ یوسي.
سید احسان شاه

په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د روغتيا وزير سيد احسان شاه وويل چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي. په دې کې د میګنیټېک رېزننس اېمېجېنګ (اېم ار ای)، انجيو ګرافي او کمپیوټل ایکسيېل ټوموګرافي (سي ټي) سکېن مشينونه هم شامل دي.

هغه وویل، په صوبه کې به ۱،۴۵۰ نوي ډاکټران برتي کوي او د دې ترڅنګ به د راتلونکي کال په پرمختيايي پروژو کې د بولان ميډيکل کالج او سېول هسپتال ډاکټرانو لپاره د استوګنځايونو جوړولو منصوبه هم شاملوي. "د کلاس فور ملازمينو په تنخاګانو کې به ۱۰۰ فيصده زیاتوالی کېږي او دا به الاونس کمېټۍ ته لېږدوو چې له حکومتي طریقه کار سره سم يې پر مخ یوسي."

ډاکټر حفیظ مندوخېل مشال راډيو ته وويل چې د مذاکراتو پر مهال ډاکټرانو په خپلو تنخاګانو کې د زیاتوالي له غوښتنې لاس واخیست. هغه زیاته کړه چې د کوټې هسپتالونو ته به طبي الات ورکول کېږي چې ورباندې به د حکومت په وينا، شاوخوا څلور اربه روپۍ لګښت راځي نو ځکه ډاکټران په تنخاګانو کې د زیاتوالي له غوښتنې پر شا شول.

د بلوچستان ځوانو ډاکټرانو سازمان د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر په میاشت کې د خپلو غوښتنو لپاره هړتال پیل کړی وو او د او پي ډيز په ګډون یې له هر ډول روغتيايي خدماتو له ورکولو انکار کړی وو. وروسته نور روغتيايي کارکوونکي هم له هغوی سره په احتجاج کې ملګري شول.

ډاکټرانو او روغتيايي عملې د بلوچستان د اعلاوزیر د کور مخې ته احتجاجي کیمپ ولګاوه او له پوليسو سره يې دوه وارې اخ وډب هم وشو چې هغه مهال يوشمېر ډاکټران ګرفتار هم شول.

په تېرو څلورو مياشتو کې د ډاکټرانو او حکومت ترمینځ په بیا بیا مذاکرات شوي خو پکې څه خاص پرمختګ نه کېده، خو بالاخره د فبرورۍ پر ۱۰مه بریالي شو. خو ډاکټرحفیظ مندوخېل وايي چې که اوس هم حکومت د غوښتنو د منلو نوټيفيکېشن جاري نه کړ نو دوی به هړتال ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG