د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن-بولدک لاره بیا پرانیستل شوه


پخوانی تصویر: د چمن-بولدک لار

د بلوچستان د سرحدي ښارګوټي چمن یو پلاوی د دیني عالمانو په مشرۍ په کندهار کې د طالبانو له والي حاجي یوسف وفا سره لیدلي او په مذاکراتو کې یې د چمن او سپین بولدک د لارې پر بیا پرانیستو هوکړه کړې چې ورسره سم، د فبرورۍ پر ۲۷مه هغه لاره د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره بیا خلاصه شوې ده.

کندهار ته تللي پلاوي د فبرورۍ پر ۲۷مه په لنډ بیان کې ویلي چې ډېر ژر به د پاکستاني او افغان چارواکو ترمینځ د سرحدي ستونزو په اړه يوه "مهمه غونډه" د چمن او سپین بولدک پر پوله وشي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه د سپین بولدک او چمن ترمینځ د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه.

له چمنه ځايي خبریالان وايي، کندهار ته د تللي پلاوي مشري یوه ځايي عالم مفتي قاسم کوله چې ځینې نور علما او قبایلي مشران هم ورسره مل ول. د دوی په وینا، دې پلاوي د چمن ضلعي چارواکو یو پیغام هم په کندهار کې د طالبانو والي ته رسولی دی چې پکې د دواړو هېوادونو ترمینځ د امن اوسولې خبره شوې وه.

په دې اړه د پلاوي په بیان کې ویل شوي دي چې افغان چارواکو د تېرې پنجشنبې په نښته کې پر مرګژوبله خواشيني ښوولې او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوي هوډ یې څرګند کړی دی.

په بیان کې راغلي که په راتلونکې کې د طالبانو له خوا ډزې هم وشي خو پاکستانی لوری به يې "ځواب نه ورکوي."

په چمن کې اوسېدونکو او کاروباریانو مشال راډیو ته ویلي، اوس د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر پوله نه یوازې تجارت بیا پیل شوی دی بلکې د اتوار له ورځې څخه عام ولس ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول شوې ده.

یاده دې وي چې د پولې له تړل کېدو دواړو غاړو ته لوی شمېر وګړي بند پاتې ول چې اوس خپلو هېوادو ته ستانه شوي دي.

د چمن سوداګرو او قبایلي مشرانو د پولې په پرانیستو خوښي ښودلې او غوښتنه یې کړې ده چې په راتلونکې کې دې د ناوړه پېښو مخنیوي لپاره هڅې وشي.

د دوی په وینا د پولې له تړل کېدو څخه لوی مالي زیانونه ورته اوړي.

د چمن د تجارو اتحادیې یو پخوانی مشر حاجي ادم خان اڅکزی وايي، د دواړو هېوادونو ترمینځ د اختلافاتو پر سر دې د چمن-بولدک پوله نه تړل کېږي.

یاده دې وي چې د تېرې پنجشنبې/زیارت په ورځ د چمن-بولدک پر پوله د پاکستان او طالبانو د امنیتي عسکرو ترمینځ د نښتې له وجې نه یوازې پوله بنده شوې وه بلکې د عادي وګړو ترڅنګ تجارت هم اغېزمن شوی وو.

ځینو ازادو سرچینوپه هغه پېښه کې د ځاني او مالي زیان خبره کړې وه خو پاکستانيو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG