د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د ورکو بلوڅانو خپلوانو مظاهره کړې


د فبرورۍ پر ۲۲مه د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو په کوټه کې مظاهره وکړه.
د فبرورۍ پر ۲۲مه د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو په کوټه کې مظاهره وکړه.

د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوچ پرسنز) غړو او پلویانو په کوټه کې لاریون او مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتي چې د لادرکه کسانو پته دې ولګوي او که ورباندې کوم تور وي نو عدالتونو ته دې یې وړاندې کړي.

د سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ د فبرورۍ پر ۲۲مه د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال مشال راډيو ته وویل، له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې یې سوله ییزو احتجاجونو ته دوام ورکړی دی او غواړي چې حکومت ورک بلوڅان پیدا کړي او که بې ګناه وي، نو هغوی دې خوشې کړي.

په احتجاج کې شاملې نرګس فیاض مشال راډیو ته وویل، مېړه یې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ورک دی او "تر اوسه یې هېڅ درک نه دی لګېدلی."

د هغې په خبره، درې میاشتې مخکې یې "په ډېر مشکل" د خپل مېړه د ورکېدو مقدمه دایره کړه.

فیاض زیاتوي چې کله امنیتي سرتېري کور ته ورغلل نو ورته یې ویلي ول چې "یوازې د دوو ساعتونو" لپاره یې مېړه له ځانه سره وړي، خو تر اوسه یې هېڅ پته نه ده لګېدلې.

د بلوڅانو د ورکولو تور اکثر د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي چې حکومت یې ردوي او د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن وايي، هغه کسان چې موندل شوي، دا نه وايي چې چا تښتولي ول.

د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې سوله ییز احتجاجونه کړي دي.
د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې سوله ییز احتجاجونه کړي دي.

په مظاهره کې شریکې سایرې بلوڅ وویل، ورور او د تره زوی یې له څه د پاسه درو کلونو راهیسې ورک دي. "زما ورور اصف او د تره زوی رشید بلوڅ د ۲۰۱۸ز کال د اګست پر ۲۳مه په نوشکي کې له خپلو ملګرو سره چکر ته تللي ول چې ورک شول. درې کاله پوره شول، هېڅ درک یې نشته چې هغوی ېرې دي او په څه حال دي. موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې هغوی دې خوشې کړي. موږ عدالت او قانون منو، که پر هغوی څه تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي که نه نو خوشې دې یې کړي."

کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاج شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

په پاکستان کې د بلوڅانو ترڅنګ پښتانه، سیندیان او پنجابیان هم د خپلوانو د ورکېدو شکایتونه کوي.

د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره حکومتي کمېشن وايي، د ۲۰۲۲ز کال تر پایه یې په ټول هېواد کې د ۸،۴۱۵ ورکو کسانو قضیې درج کړې دي چې ورڅخه یې ۳،۲۶۹ کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي، ۱،۷۹۰ په حراستي مرکزونو او زندانونو کې بندیان دي او د پاتې هغو د ځای ځایګي معلومولو هڅې کوي. هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې کار پیل کړی وو.

خو د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکی سازمان وايي، یوازې په بلوچستان کې تر ۵،۰۰۰ زیات کسان ورک شوي دي.

د ورکو کسانو د قضیو څېړلو حکومتي کمېشن وايي، د ورکو کسانو د کورنیو غړي دې ورشي او ورسره دې د خپلوانو د ورکېدو په اړه معلومات شریک کړي چې هغوی یې لټون پیل کړي.

XS
SM
MD
LG