د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د منظور پښتین پر قافله ډزو کې د پي ټي اېم یو غړی ژوبل شوی


منظور پښتین د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه د کلا سیف الله جلسې ته د وینا پر مهال.
منظور پښتین د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه د کلا سیف الله جلسې ته د وینا پر مهال.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین وايي، د بلوچستان په ژوب کې یې پر قافلې په ډزو کې د غورځنګ یو مخکښ غړی نور باچا ژوبل شوی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر دویمه پر فېسبوک په یوه ویډیويي بیان کې ویلي دي چې دی او ملګري یې په کلا سیف الله کې د غورځنګ د پخواني مخکښ او د پوهنځي استاد ارمان لوڼي د درېیم تلین تر لمانځغونډې وروسته د خیبر پښتونخوا پر لوري روان ول چې له ژوب سره نېږدې، د سوړه امنیتي پوستې په خوا کې ورباندې ډزې وشوې.

پښتین په ویډیو کې وايي چې په ډزو کې نور باچا ژوبل شوی او نور ملګري یې روغ دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د باچا روغتیايي حالت څنګه دی.

دا لا جوته نه ده چې پر قافلې ډزې چا وکړې او پولیسو، امنیتي ځواکونو او صوبايي حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

پښتین زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونو هڅه وکړه چې دی له ځانه سره یوسي خو د غورځنګ غړو او ملاتړو هلته احتجاج وکړ.

ارمان لوڼی له خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره - انځور له ارشیفه
ارمان لوڼی له خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره - انځور له ارشیفه

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالای) کې تر يوې مظاهرې لږ ساعت وروسته په مبينه ډول د پولیسو په تشدد کې وژل شوی وو.

خو د بلوچستان صوبايي حکومت هغه مهال د لوڼي تر مړینې وروسته د طبي معاینو د رپورټ پر اساس ویلي ول چې نوموړی د زړه د حملې له وجې مړ شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه د کلا سیف الله جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.
د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه د کلا سیف الله جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.

پي ټي اېم له هغه وخت راهیسې هر کال د فبرورۍ پر دویمه د لوڼي تلین لمانځي.

پښتین او د غورځنګ نورو مخکښه مشرانو په کلا سیف الله کې د لوڼي د درېیم تلین په مناسبت جلسې ته ویناګانې وکړې.

XS
SM
MD
LG