د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې درې کسان وژلي


په کوټه کې د ۲۰۲۰زکال د فبرورۍ پر ۱۷مه نېټه د شوې چاودنې ځای. عکس له ارشېفه
په کوټه کې د ۲۰۲۰زکال د فبرورۍ پر ۱۷مه نېټه د شوې چاودنې ځای. عکس له ارشېفه

په کوټه کې په یوه چاودنه کې د یو پخواني پولیس افسر په ګډون درې کسان وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

تر پېښې وروسته د کوټې د پولیسو یوه مشر سید فدا حسن شاه خبریالانو ته وویل چې چاودنه د مارچ پر دوېيمه ماښام اوه بجې له کندهاري بازار سره نېږدې پر فاطمه جناح سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د پېښې پر وخت د سټي پوليس ټاڼې يوې ګاډۍ ګزمه کوله. د ده په وينا، د چاودنې څرنګوالۍ لا معلوم نه دی البته پکې د ده په خبره، له دوو څخه دوه نيم کلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "تر اوسه په پېښه کې درې کسان شهیدان شوي دي چې پکې [د پولیسو] پخوانی ډي اېس پي اجمل نوید هم شامل دی. په پېښه کې د اوو پولیسانو په ګډون ۱۸ کسان ژوبل هم دي."

خو د کوټې د سېول روغتون ویاند وسیم بېګ خبریالانو ته وویل چې د چاودنې له ځایه ۲۴ ژوبل کسان وروړل شوي چې پکې د ځینو روغتیايي حالت خراب دی.

وژل شوی پخوانی پوليس افسر اجمل نويد د مارچ پر دوېيمه ماخستن په کوټه کې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه کې يې د بلوچستان د داخله چارو سلاکار ضیا لانګو، د صوبې د پوليسو مشر او نورو لوړو پوړو چارواکيو ګډون وکړ.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په تېرو میاشتو کې د بلوچستان په مرکز او نورو ښارونو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي. د ډېسېمبر په پای او تر هغې مخکې په اکتوبر کې په کوټه کې په دوو چاودنو کې د یوشمېر پولیسانو په ګډون تر ۱۰ زیات کسان ووژل او ۳۰ ژوبل شول.

د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو پولیسو ته امر کړی چې په کوټه کې دې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG