د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: بمي چاودنې څلور امنيتي سرتېري وژلي او ګڼ ژوبل کړي


په بلوچستان کې په دا وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي چې د زياترو مسوليت بلوڅ بېلتونپاله ډلو په غاړه اخيستی دی. انځور له ارشيفه
په بلوچستان کې په دا وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي چې د زياترو مسوليت بلوڅ بېلتونپاله ډلو په غاړه اخيستی دی. انځور له ارشيفه

د بلوچستان په سيوۍ کې نن (مارچ اتمه) په يوه چاودنه کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او د ګڼو سرتېرو په ګډون ۲۷ کسان ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې چاودنه په خلاص ځای کې شاوخوا نيم ساعت تر هغه وروسته وشوه کله چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هلته د سيوۍ په کلنۍ مېله کې ګډون کړی وو.

د سيوۍ د پوليسو ضلعي مشر دوستين دشتي خبريالانو ته وويل چې دا چاودنه د حکومتي مېلمستون سره نيزدې وشوه چې دمګړی يې پلټنې روانې دي چې ايا دلته بم اېښودل شوی وو که دا ځانمرګی بريد وو.

د چاودنې پر وخت هلته ګڼ سرحدي عسکر او پوليس ولاړ ول.

سيوۍ د بلوچستان له سرښار کوټې څخه ۱۶۲ کيلومیټره ليرې سوهېل ختيځ لور ته پرته ده چې هر کال په دغو ورځو کې تاريخي مېله پکې کېږي.

په سيوۍ مېله کې د ګډون لپاره له ولسمشر عارف علوي سره د بلوچستان ګورنر سید ظهور اغا، د قامي اسمبلي ډپټي سپیکر قاسم سوري او ځينې وزیران ورسره ول خو کله چې دغه چاودنه وشوه نو هغه وخت دوی له سيوۍ څخه د کوټې پر لور روان شوي ول.

تر اوسه د دې بريد مسوليت چا نه دی منلی.

په بلوچستان کې په دا وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي چې د زياترو مسوليت بلوڅ بېلتونپاله ډلو په غاړه اخيستی دی.

XS
SM
MD
LG