د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوب کې د څلورو کسانو تر وژنې وروسته احتجاج شوی


د ژوب انتظامي مشر وايي، پېښه د فبرورۍ ۲۲مې شپې مهال د ښار په شهابزي کلي کې شوې ده.
د ژوب انتظامي مشر وايي، پېښه د فبرورۍ ۲۲مې شپې مهال د ښار په شهابزي کلي کې شوې ده.

د بلوچستان په ژوب کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې سرتېرو په عملیاتو کې څلور کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښې پرضد په ښار کې احتجاج پیل شوی دی او مظاهره کوونکو د وژلیو کسانو مړي د کوټې او ژوب ترمینځ پر سړک ایښي دي او لویه لاره یې تړلې ده.

د ژوب انتظامي مشر رمضان پال د چارشنبې (شورو) پر ورځ مشال راډيو ته وویل، پېښه د فبرورۍ پر ۲۲مه شپې مهال د ښار په شهابزي کلي کې شوې ده.

د ده په خبره، د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په عملیاتو کې ولسي وګړي وژل شوي او دی اوسمهال له مظاهره کوونکو سره مذاکرات کوي چې لویه لار بیا خلاصه کړي او احتجاج پای ته ورسوي.

نوموړي له دې علاوه نور معلومات ور نه کړل او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې هم د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د ژوب ډېپټي کمېشنر رمضان پال زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې د مرګ ژوبلې علت معلوم کړي.

مظاهره چیان وايي، پولیس د عملیاتو پرمهال کور ته ننوتل او ولسي وګړي یې ووژل. دوی غوښتنه کوي چې په پېښه کې دې د ککړو سرتېرو ضد مقدمه دایره شي او هغوی دې ګرفتار شي.

په بلوچستان کې له کلونو راهیسې د یوشمېر وسله والې او جنايي ډلې فعالیت کوي چې له وجې یې د صوبې امنیت خراب دی. د سیمې اوسېدونکي او د اپوزیشن ګوندونه اکثر تور پورې کوي چې حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی خو صوبايي حکومت وايي، پولیس، ملېشه ځواک او پوځ په هغه صوبه کې د وسله والو ډلو ضد کارروایانې کوي او د بلوچستان د امنیت ټینګښت ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG