د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر تاوتریخوالي وروسته د چمن او سپین بولدک لاره تړل شوې


د چمن لاره د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمینځ تر تاوتریخوالي وروسته وتړل شوه - انځور له ارشیفه.
د چمن لاره د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمینځ تر تاوتریخوالي وروسته وتړل شوه - انځور له ارشیفه.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن پوله د فبرورۍ پر ۲۵مه پر دویمه ورځ هم د خلکو تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د سپین بولدک او چمن ترمینځ د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د والي یو ویاند محمود اعظم د فبرورۍ پر ۲۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د دواړو خواوو ترمینځ د نښتې پخلی وکړ خو له نورو معلوماتو ورکولو یې ډډه وکړه.

البته د کندهار د میرویس روغتون یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې هلته دوه مړي او ۱۳ ټپیان وروړل شوي چې پکې ولسي وګړي او طالبان دواړه شامل دي.

پاکستانیو چارواکو د نښتې په اړه لا څه نه دي ویلي.

ځايي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، تر تاوتریخوالي وروسته په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی او د چمن او سپین بولدک ترمینځ لاره تړل شوې ده.

د چمن او بولدک ور نه یوازې د خلکو د تګ راتګ لپاره کارېږي بلکې تر تورخم وروسته د دوه اړخیزه سوداګرۍ تر ټولو لوی مرکز دی او هره ورځ ورباندې په مېوو، سبزیو او نورو اجناسو بار ګاډي تېرېږي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پولیسو د سیمه ییز مرکز یوه ویاند اصف حکیمي له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې نښته تر هغې وروسته پیل شوه چې پاکستانیو سرتېرو په شېرو اوبه سیمه کې یو افغان ولسي وګړی وویشت او و یې واژه. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ پر ټوېټر په بیان کې دعوه کړې چې لومړی ډزې پاکستانیو سرتېرو کړې دي.

خو په چمن کې انتظامي چارواکو او د سرحدي ځواک سرتېرو د طالبانو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي او د تاوتریخوالي پېښه یې هم نه ده تایید کړې.

البته د چمن انتظامي مشر جمعه داد مندوخېل د فبرورۍ پر ۲۴مه په یوه بیان کې د هغه ښار په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی وو او ټولو روغتیايي کارکوونکو ته یې کار ته د حاضرېدو امر کړی وو.

اخوا مجاهد په بیان کې زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو مشرانو ته د پېښې په اړه خبر ورکړل شوی او وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی.

په سیمه کې ازادو سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې له کندهاره د طالبانو د حکومت یو پلاوی د فبرورۍ پر ۲۵مه چمن ته رسېدلی چې هلته له قبایلي مشرانو سره د لارې د بیاپرانیستو په اړه خبرې وکړي. طالبانو د پلاوي استولو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول څو ورځې وروسته هم پر چمن پوله ترینګلتیا پیدا شوې وه او له وجې یې لاره تر ۱۵ ورځو پورې تړلې وه خو وروسته د پاکستان چارواکو له طالبانو سره د یوې موافقې له لارې ور بیا پرانیست. خو پر دې سربېره هم پر هغه لاره د خلکو تګ راتګ ستونزمن وو.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په پیل کې په دوامداره توګه د چمن وره بیا پرانیستو اعلان وکړ او له هغې مودې راهیسې پر هغه لاره سوداګري او د خلکو تګ راتګ په عادي ډول روان وو.

XS
SM
MD
LG