د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې په ځانمرګي برید کې د وژلیو سرتېرو شمېر ۷ ته ورسېد


پولیس سرتېري د مارچ پر اتمه په ځانمرګي برید کې خپل ژوبل ملګری روغتون ته لېږدوي.
پولیس سرتېري د مارچ پر اتمه په ځانمرګي برید کې خپل ژوبل ملګری روغتون ته لېږدوي.

د بلوچستان په سیوۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې د اېف سي ځواک د وژلیو سرتېرو شمېر اووه ته رسېدلی او ۲۵ کسان ژوبل دي.

د سیوۍ د پوليسو ضلعي مشر دوستين دشتي مشال راډيو ته وويل چې د مارچ اتمې بريد له حکومتي مېلمستون سره نېږدې شاوخوا تر هغې شاوخوا نیم ساعت وروسته وشو چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هلته د سیوۍ د کلنۍ مېلې په اختتامي غونډه کې ګډون کړی وو.

د نوموړي په وينا، د چاودنې پر وخت ګڼ سرحدي عسکر او پوليس ولاړ ول او دوی ځانمرګی بريدګر مخکې پرې نه ښود. د دشتي په وینا، په ژوبلو کې ۱۲ پوليس سرتېري هم شامل دي.

د اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې ده. په بلوچستان کې په وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر څلورمه هم داعش ډلې په پېښور کې د اهل تشیع پر جومات ځانمرګی برید وکړ چې پکې ۶۲ کسان ووژل او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د پېښور په رسالدار کوڅه کې یې پر جومات په برید کې ککړ درې مشکوک کسان معلوم کړي او ژر به یې ونیسي.

د هغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي ول چې استخباراتي ادارې او امنیتي ځواکونه د وسله والو ډلو ضد اقداماتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG