د پولیسو یوه ویاند شهزاده فرحت مشال راډیو ته وویل، بم په یوه موټر سایکل کې ایښی وو چې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې درېدلی وو.
بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو په کوټه پریس کلب کې یوه خبري کانفرنس ته ویلي چې د هوشاب پېښه "ډېره دردوونکې" ده او صوبايي حکومت له وړاندې ټولو ادارو ته امر کړی دی چې په پېښه کې د وژل شوو ماشومانو له کورنۍ سره دې انصاف وشي.
د وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د غورځنګ په جلسه کې د ریاست پرضد د وینا ګانو په تور تورن شوي ول چې هغوی یې ردوي.
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي دي چي د صوبې اعلا وزیر جام کمال خان د تربت د پېښې نوټس اخستی دی او ډېر ژر به د کمیشنر په مشرۍ یو سرکاري پلاوی د پرلت له برخوالو سره وویني او غوښتنې به یې واوري.
بل پلود بلوچستان اسمبلۍ له لوري د صوبې ګورنر او صوبايي سېکرېټري قانون ته یو لیک استولی چې د اعلا وزیر جام کمال پرضد د رواړي تحریک عدم اعتماد لپاره دې د اسمبلۍ غونډه راوبولي.
په بلوچستان کې بلدیاتي ټاکنې په ۲۰۱۳ز کال کې شوې وې او له هغې وروسته د بلدیاتي حکومتونو مودې د ختمېدو باوجود هم په دغه صوبه کې یادې ټاکنې لا نه دي شوي.
داوود وايي، په هرنايي کې تر ۸۰۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي. د ډېری ړنګ کورونو اوسېدونکو بېګا شپه تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې تېره کړې ده.
د بلوچستان په هرنايي ضلع کې یوې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. دا زلزله د پنجشنبې يا زيارت په شپه راغله چې پر رېکټر سکېل يې شدت پينځه اعشاريه اووه وو. زلزلې تر ټولو زيات زيان هرنايي ضلعې ته رسولی خو شدت يې په شاوخوا نورو سيمو کې محسوس کړل شوی دی.
د بلوچستان د طبعي ناورينو د نظم ادارې مشر نصير ناصر ويلي چې په زلزله کې شل کسان وژل شوي خو ښايي دا شمېر زیات شي. نوموړي زياته کړه، هڅه کوي چې د مړو او تباهۍ اندازه ولګوي.
د بلوچستان عوامي پارټۍ ناراضه غړي له اعلا وزیر جام کمال خان څخه غوښتنه کوي چې د حالاتو تر لا خرابېدو وړاندې دې خپله استعفا وړاندې کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته