د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربت کې د وژل شویو دوو ماشومانو خپلوانو اسلام اباد ته د پرلت غځولو دړکه کړې


بلوچستان: په کېچ ضلعه کې له یوې چادونې د وژل شویو دوو ماشومانو مړي کوټې ته په احتجاج وړل شوي دي. ۲۰۲۱، ۱۳م اکتوبر
بلوچستان: په کېچ ضلعه کې له یوې چادونې د وژل شویو دوو ماشومانو مړي کوټې ته په احتجاج وړل شوي دي. ۲۰۲۱، ۱۳م اکتوبر

د بلوچستان د تربت په هوشاب کې اته ورځې وړاندې په یوه چاودنه کې د وژل شوو دوو ماشومانو خپلوان او سیاسي تنظیمونو چې له تېرو پینځو ورځو راهیسې یې په سرښار کوټه کې پرلت وهلی او د ماشومانو مړي یې په احتجاج کې له ځان سره راوړي دي، حکومت ته ۲۴ ساعته وروستۍ نېټه ورکړې که یې غوښتنې و نه منل شوې نو خپل مړي به د احتجاج لپاره اسلام اباد ته یوسي.

دوی دا ګواښ د اکتوبر ۱۷مې ماخوستن مهال په کوټه کې په خبري کانفرنس کې وکړ او و یې ویل چې پېښه دې وپلټل شي، سرحدي عسکر دې سیمه پرېږدي او ډپټي کمېشنر دې له خپلې چوکۍ لیرې کړل شي.

د پرلت یوې برخوالې مشرې مېرمن صبحه بلوڅ له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې، د هوشاب شهیدانو د خپلوانو وېرول دې ودرول شي او د هغوی تحفظ دې یقیني وګرځول شي. د کېچ ضلعې سرحدي عسکر دې زغرده له سیمې وایستل شي او د هوشاب ماشومانو وژلو په تور دې د سرحدي عسکرو د زمه داره خلګو پرضد مقدمه وکښل شي.

دوی غوښتنه وکړه چې د هوشاب د پېښې په اړه دې د بلوچستان های کورټ د جج په مشرتابه کې یو عدالتي کمېشن جوړ شي چې د پېښې په اړه ټول ریښتیا ولس ته ښکاره شي.

د خبري کانفرنس پر مهال د پرلت مشرانو د بلوچستان کورنيو چارو د صوبايي وزیر میرضیاء لانګو هغه خبرې رد کړې چې ویلي ول د هوشاب په پېښه کې د احتجاج ترشا د وژل شوو ماشومانو کورنۍ نه بلکې د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو لاس دی.

د پرلت یوه مشره صبیحه بلوڅ وايي، چې صوبايي حکومت د خپلې ناکامي پټولو لپاره دغه ډول خبرې کوي.

بلخوا د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو په کوټه پریس کلب کې یوه خبري کانفرنس ته ویلي چې د هوشاب پېښه "ډېره دردوونکې" ده او صوبايي حکومت له وړاندې ټولو ادارو ته امر کړی دی چې په پېښه کې د وژل شوو ماشومانو له کورنۍ سره دې انصاف وشي.

د بلوچستان د کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو وايي چې ډېرې غوښتنې یې منلې دي او د پېښې د محرکاتو معلومولو په اړه یوه کمېټۍ هم جوړېږي چې د حکومت او حزب اختلاف غړي به هم پکې شامل وي. د هغې کمېټۍ تر رپورټ وړاندې که یوکس یا اداره په دې پېښه کې تورنه وي د هغه پرضد به ریاست ګامونه پورته کوي.

میرضیاء لانګو زیاته کړه د وژل شویو ماشومانو د پوسټ مارټم په اړه دوی له حکومت سره مرسته نه کوي او سیاسي ګوندونه یې د خپلو ګټو لپاره کاروي. نوموړي د ماشومانو د خپلوانو له کورنۍ څخه غوښتنه وکړه چې پرلت ختم کړي او خپل مړي دې خاورو ته وسپاري.

د روانې میاشت په ۱۰مه نېټه له کوټې څخه ۷۶۵ کیلومیټره لیرې و سویېل ختیځ لور ته د بلوچستان د تربت په هوشاب سیمه کې په یوه کور کې چاودنه شوې ده چې له امله دوه ماشومان خور او ورور وژل شوي او یو بل ټپي شوي وو.

د چاودنې پرضد د وژل شویو ماشومانو خپلوانو لومړی په تربت کې احتجاج کړی وو اوغوښتنه یې کړې ده چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته شي خو هلته د ضلعي چارواکو سره د خبرو تر ناکامۍ وروسته یې دغه مړي کوټي ته یووړل او له تېرو پینځو ورځو راهیسې دلته د وزیراعلا د ودانۍ پر لور تلونکې لویه لار کې یې مړي ایښي او پرلت یې روان ساتلی دی.

د پرلت زیاترو برخه والو سرحدي عسکرو ته ګوته نیولې او ویلي دي چې له بهره د راکټ ګوله راغلې ده چې له امله یې په اغېزمن کور کې چاودنه وشوه او په نتیجه کې دغه دوه ماشومان وژل شوي دي.

په دې اړه په تربت کې د کېچ ډپټي کمشنر له بهره د راکټي برید خبره رد کړې ده او ویلي دي چې له لومړني پلټنو څخه داسې برېښي چې چاودنه په کور کې دننه د لاسي بم څخه هغه وخت شوې وه کله چې ماشومانو په دې لوبي کولې خو د ماشومانو خپلوان د ډي سي خبرې نه مني.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG