د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د اکتوبر پر ۲۰مه د اعلا وزير خلاف د عدم اعتماد رایه اخلي


په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.
په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د وزیراعلی جام کمال خلاف د عدم اعتماد رایې د کارولو په اړه غونډه د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه غوښتل شوې ده.

په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړو د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د وزيراعلی پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی و. بل خوا جام کمال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې خبرې غونډه کې باور وښود چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه، د بلوچستان سپیکر میر عبدالقدوس بزنجو په کوټه کې خبریالانو ته وویل، د وزیراعلی خلاف د عدم اعتماد رایه به د هغه په خیال کامیابېږي ځکه چې د ناراضو غړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

بلوچستان سیاسي کړکېچ: وزیراعلی جام کمال به له څوکۍ ليرې کړای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بل پلو، د وزیراعلی جام کمال خلاف د عدم اعتماد د تحریک د تحریک وړاندې کوونکو څخه یو د بلوچستان عوامي ګوند میر ظهور بلیدي دی. نوموړي هم د اکتوبر پر ۱۵مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان د دفاع وزیر پرېز خټک سره یې په اسلام اباد کې کتلي او د بلوچستان په سیاسي صورتحال یې ورسره خبرې کړې دي. هغه وايي، پروېز خټک هغوی ته تسلي ورکړې ده.

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي ګیله لري چې په ترقیاتي پروژو کې د دوی حلقو ته پاملرنه نه کېږي. دوی په ترقیاتي پروژو کې د درغلیو تور لګوي او وايي چې اعلا وزیر د خپلې خوښې ډپټي کمیشنران ټاکي چې هغوی بیا د مختلفو منصوبو نګراني کوي.

د دوی په ادعا له اعلا وزیره هېڅوک خوشحاله نه دی. ډاکټران، استادان او زده کونکي پرېشانه او پر سړکانو پر احتجاج دي. حکومت پلوي ګوندونه هم له وزیر اعلا مرور دي، نو په داسې حالاتو کې پکار ده چې اعلا وزیر جام کمال استعفا ورکړي او خپل کور ته ولاړ شي.

یاده دې وي چې د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر۶۵ دی، په هغه کې د اعلا وزیر پرضد د تحریک عدم اعتماد د کامیابۍ لپاره د ۳۳ غړو ملاتړ مهم دی. خو په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاب د غړو شمېره ۲۳ ده، په هغه کې جمعیت علماء اسلام ۱۱، بلوچستان عوامي ګوند ۱۰، پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو غړی او یو ازاد غړی نواب اسلم ریسانی دی.

د حکومتي غړیو شمېره ۴۲ ده چې پکې بلوچستان عوامي ګوند ۲۴، پاکستان تحریک انصاف ۷، عوامي نیشنل ګوند ۴، بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ۳، هزاره ډیموکراټیک پارټي ۲، جمهوري وطن ګوند یو او یو پخوانی اعلا وزیر نواب ثناء الله زهری شامل دي چې د مسلم لیګ ن پر ټکټ کامیاب شوی و خو اوس پیپلز ګوند ته اوښتی دی.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د اکتوبر پر ۱۶مه وویل، د وزیراعلی جام کمال خلاف به د عدم اعتماد تحریک ناکامه شي او د هغه په وینا په داسې ډول د حکومتونو ړنګولو پخوا هم ښې پایلې نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG