د ایین له مخې د پاکستان په وفاقي محکمو کې د بلوچستان برخه شپږ فیصده ده چې د اټکل له مخې له ۲۲ تر ۲۶ زره ملازمین جوړېږي خو په دې کې یوازې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ د بلوچستان حقیقي خلک دي، د پاتې زیاتره خلکو تعلق له پنجاب سره دی چې د بلوچستان د بېلا بېلو ضلعو جعلي اسناد یې جوړ کړي دي
بلوڅ بېلتونپالې ډلې له پاکستانه د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي. دوی تور پورې کوي چې مرکزي حکومت د بلوچستان طبعي زېرمې او شتمنۍ لوټي خو پاکستان یې تورونه نه مني.
په ۱۹۷۰م کال کې د بلوچستان صوبې له جوړېدو راهسې یوازې جام محمد یوسف پکې د پوځي امر پرویز مشرف په واکمنۍ کې له ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۰۷م پورې وزیراعلا پاته شوی وو.
د بلوچستان معدنونو ادارې مشر عبدالغني شاهواني وايي پېښه په يوه زاړه کان کې رامنځته شوې، دوی يې پلټنې پیل کړې او د ذمه وارو کسانو پرضد به قانوني کاروايي کوي.
په غونډه کې برخوالو اندېښنې شریکې کړې چې پښین سیمه دي پر دوو ضلعو یا ولسوالیو ووېشل شي او ډویژنل مرکز دي هم پښین وګرځول شي.
د پاکستان حکومت د چمن پر پوله نه یوازې د تګ راتګ اجازه د دې سیمې تر خلکو محدوده کړې بلکې د هغوی د اوښتو او را اوښتو لپاره یې وخت هم محدود کړی دی.
اپوزېشن وايي چې په صوبه کې د ناامنۍ په ګډون بې روزګاري ده او د اعلا وزیر جام کمال حکومت په ښه حکومتدارۍ کې پاتې راغلی دی. خو حکومت د اپوزېشن ادعاوې نه مني.
اپوزېشن پر صوبایي حکومت تور لګولی چې یو داسې غیر منصفانه بجټ یې وړاندې کړی دی، چې د مخالفو سیاسي ګوندونو د اسمبلۍ غړیو حلقې یې د ترقیاتي کارونو له پانګې/فنډه بې برخې کړي دي.
احتجاجي پرلت تر هغه وروسته پیل شو چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډیم ته نېږدې د سړک غاړې بم په چاودنه کې د لېویز ځواک درې سرتېري محمد زمان کاکړ، مدثر حسین او زین الله کاکړ ووژل شول.
د نیوسریاب د پولیسو تانې ایس ایچ او عبدالحي د سېپټمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چي د لومړنیو پلټونو تر مخه دا ځانمرګی برید وو.
د پرلت مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ نواب اياز خان جوګيزي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته پرلتوالو ته په وينا کې د راتلونکې تګلارې اعلان وکړ.
نوموړی له ډېرې مودې راهیسې ناروغه وو او د کراچۍ په یو شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې وو د هغه عمر ۹۲ کاله وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته