د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت په تربت کې د وژل شویو ماشومانو پېښه پلټي


بلوچستان: په کېچ ضلعه کې له یوې چادونې د وژل شویو دوو ماشومانو مړي کوټې ته په احتجاج وړل شوي دي. ۲۰۲۱، ۱۳م اکتوبر
بلوچستان: په کېچ ضلعه کې له یوې چادونې د وژل شویو دوو ماشومانو مړي کوټې ته په احتجاج وړل شوي دي. ۲۰۲۱، ۱۳م اکتوبر

له کوټې څه نا څه ۷۶۵ کیلومیټره لیرې سویېل ختیځ لور ته د بلوچستان د تربت په هوشاب سیمه کي د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه پر یوه کور له چاودنې دوه ماشومانو چې خور او ورور وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د چاودنې پرضد د وژل شوو ماشومانو خپلوانو لومړی په تربت کي احتجاج کړی وو او د پېښې پلټنه یې غوښتنه خو هلته له ضلعي چارواکو سره د خبرو تر ناکامۍ وروسته یې دغه مړي کوټې ته وړي او له تېر ماځیګر راهیسې د وزیراعلا د دفتر ته پر تلونکې لویه لار یې د احتجاج په توګه ایښي.

د پرلت برخوالو خبرداری ورکړی دی چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوې تر هغو به یې احتجاج روان وي.

د پرلت زیاترو برخوالو سرحدي عسکرو ته ګوته نیوله او ویل یې چې د دوی توغول شوی راکټ یې پر کور لوېدلی او ماشومانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د ماشومانو د کورنۍ یو تن وايي دوی کوټې ته یوازې د دې لپاره راغلي چې سرونه یې خوندي شي: ((موږ بلوڅان یو او په پاکستان کې د اوسېدو حق لرو. موږ محبوروي او چېرته ولاړ شو. موږ د انصاف غوښتنې لپاره دلته ناست یوو.))

د دوی سپین ږیری نيکه سردو بلوڅ له لسګونو نورو بلوڅ ځوانانو ښځو او نارینه وو سره د دوی له مړیو سره یو ځای په احتجاجي پرلت کې شریک دی. نوموړي ''وي او اې ډیوه'' ته ويلي ول، دغو ماشومانو له کور سره نېژدې لوبې کولې، وایي په همدې مهال د ملېشه ځواکونو له خوا ویشتل شوی توغندی پر دوی ولګېد او درې واړه ټپیان شول چې روغتون ته تر وړلو وروسته دوو ماشومانو ساه ورکړه:

"موږ غوښتنه کوو چې د دې پېښې مقدمه د ملېشه ځواکونو په ضد درج شي. موږ په تربت کې پر فدا چوک هم درې ورځې له تابوتونو سره احتجاج وکړ، خو چې ناامیده شو نو د کوټې په لور را روان شو.''

سردو بلوڅ تور پورې کوي چې امنیتي عسکرو له هغه ځایه ټول شهادتونه له ځانه سره یووړل پر کوم ځای چې توغندی لګېدلی وو.

د وژل شویو ماشومانو کورنۍ وایي دوی چې له کېچ څخه تر کوټې پورې د وژل شویو ماشومانو مړي د احتجاج لپاره راوړل نو ملېشه ځواکونو پر لارې خنډونه ورته جوړول او اجازه یې نه ورکوله. وایي ملېشه عسکرو ورته ویل چې کوټې ته مه ځئ او مړي خاورو ته وسپارئ.

د صوبایي اسمبلۍ د اپوزیشن ډلې غړی ثناء بلوڅ وويل په بلوچستان کې د حکومت نوم او نښان نه شته. ثناء بلوڅ په دې احتجاجي پرلت کې د ګډون په وخت وي او اې ډیوه ته وویل:

"دا ګورنر هاوس دی هغه وزیراعلی هاوس دی خو زما خیال دلته ژوندي انسانان نه شته، دا کوټه هم یوه هدیره ده، دلته نه حکومت شته نه حاکم شته نه ریاستي ادارې شته چې ووایي دا [احتجاجي کوونکي] هم زموږ شهریان دي".

خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو سرچینو دغه تور رد کړی دی چې ګوندې دغه ماشومان د دوی په توغندیو وژل شوي دي،‌ وایي ملېشه ځواکونو هیڅ توغندی نه دی ویشتلی او نه یې ثبوت شته.

د کېچ ضلعې ډپټي کمیشنر حسېن بلوچ وایي، د چاودنې له ځایه چې دوی کوم شواهد تر لاسه کړي هلته د ملېشه ځواکونو له خوا د توغندي هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی. وایي هلته د لاسي بم د چاودنې نخښې شته او دعوه کوي چې ماشومانو په دغه بم لوبې کولې او ځینې چاودل شوی دی.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي دي چي د صوبې اعلا وزیر جام کمال خان د تربت د پېښې نوټس اخستی دی او ډېر ژر به د کمیشنر په مشرۍ یو سرکاري پلاوی د پرلت له برخوالو سره وویني او غوښتنې به یې واوري.

د نوموړي په وینا چې له اغېزمنې کورنۍ سره به انصاف کېږي او حکومت غواړي چې په راتلونکې کې دغه ډول ناوړه او افسوسناکه پېښې وشي.

سرحدي عسکرو لا پر دې پېښه څه نه دي ویلي خو د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو هم د پېښې په اړه رپورټ طلب کړی دی او ویلي یې دي چې د کوټې ضلعي چارواکي به د احتجاج ختمولو لپاره نن د پرلت له برخوالو سره خبرې پیل کړي.

دا په دوو اوونیو کې د کوټې پر لور باندې د ماشومانو له مړیو سره دویمه احتجاجي ناسته ده. تر دې مخکې د تربت له بلیدې سیمې څخه کوټې ته د رامز خليل مړی وروړل شوی وو. کورنۍ یې دعوه کوله چې پولیسو هغه د دوی پر کور د چاپې پر مهال وژلی دی خو پولیسو دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG