د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان زلزله: هرنايي کې د مړیو شمېر ۲۵ ته وخوت، تر ۸۰۰۰ زیات کورونه زیانمن


یو ځوان د خپلې ړنګې کوټې کنډکپرې لیرې کوي: ۲۰۲۱، ۰۶ اکتوبر
یو ځوان د خپلې ړنګې کوټې کنډکپرې لیرې کوي: ۲۰۲۱، ۰۶ اکتوبر

بلوچستان کې چارواکي وايي، په هرنايي کې یې تر زلزلې وروسته مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي چې په زلزله کې یې د نړېدلو ودانیو تر کنډکپرو لاندې ډېری کښېوتي کسان را-ایستلي دي. نوموړی وايي چې سخت ژوبل کسان یې په هوايي امبولېنسونو کې کوټې ته رسولې دي.

د هرنايي د عامې روغتیا څانګې مشر محمد داوود بېګا مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر پر اوومه د شپې درې بجې په راغلې زلزله کې شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زیات ژوبل دي. نوموړی وايي، په ژوبلو کې د شاوخوا ۳۵ روغتیايي حالت خراب دی.

داوود وايي، په هرنايي کې تر ۸۰۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي. د ډېری ړنګ کورونو اوسېدونکو بېګا شپه تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې تېره کړې ده.

په زلزله کې د یوې ځپل شوې کورنۍ تن میر مراد خان بلوڅ له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل: ''د زلزلې ډېر زورداره اواز وو، دومره سخت ټکان یې وو چې د کوټې سامانونه راباندې اېله شول، هلکانو مو ګرده شپه بهر ویښه تېره کړه. زموږ په غریب اباد کې درې تنه مړه شول. په بابو محله کې مې خورزې ژوبلې شوې ‌دي. ما خپله نیمه شپه هغوی ته ځان ورساوه، اوس هم په روغتون کې دي.''

د هرنايي یوبل تن، ملک عنایت وايي، زلزلې په لوی شمېر کې خلک ژوبل کړي دي. په هسپتال کې ډاکټران شته خو د دوایانو ډېر کمی دی، سرکار باید زر تر زره د دوایانو بندوبست وکړي.

د بلوچستان ګورنر سید ظهور اغا او اعلا وزیر جام کمال خان هرنايي ته تللي او هلته یې له زلزلې شویو تاوانونو جاج اخیستی دی.

د بلوچستان د طبیعي پېښو سمبالولو اداره وايي، ژر به اغېزمنو خلکو ته خېمې او خوراکي توکي ورسوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اكتوبر پر اوومه پر ټوېټر په بیان کې وویل چې ټولو ادارو ته یې امر کړی چې د بلوچستان له حکومت سره د ځپل شویو د مرستې لپاره ګډ کار وکړي.

د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، د اکتوبر اوومې زلزلې مرکز هرنايي وو او پر رېښتر درجه یې زور ۵،۹ وو. زلزلې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون یوشمېر سیمې ولړزولې خو په نورو سیمو کې یې ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

XS
SM
MD
LG