د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرورو پارلېماني غړو غونډه: د بلوچستان اعلا وزیر ته ورکړې موده پای ته ورسېده


د بلوچستان عوامي پارټۍ خوابدې ډلې د خپل اعلا وزیر جام کمال خان د استعفا لپاره خبري غونډه وکړه: ۲۰۲۱، ۰۵ اکتوبر
د بلوچستان عوامي پارټۍ خوابدې ډلې د خپل اعلا وزیر جام کمال خان د استعفا لپاره خبري غونډه وکړه: ۲۰۲۱، ۰۵ اکتوبر

په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند، بلوچستان عوامي پارټۍ یوشمېر مرورو صوبايي وزیرانو، د اسمبلۍ غړیو او اتحادیانو له اعلا وزیر جام کمال خان نه د استعفا غوښتنې او د راتلونکې پلان لپاره غونډه روانه ده.

دوی د اکتوبر پر پینځمه اعلا وزیر ته د نن ماځیګر تر پینځو بجو وخت ورکړی وو چې استعفی ورکړي ګني د عدم اعتماد له تحریک سره به مخامخ شي او یا به دوی په نورو لارو چارو غور کوي.

په عین حال کې حکومتي غړي هم په اسمبلۍ کې موجود دي او د ګوند مرورو غړي پخلاکوي. اعلا وزیر ویلي، که یې په اسمبلۍ کې د ګوند ټول غړي او اتحادیان پرضد ودرېږي نو هله به استعفا ورکړي.

د نوموړي د ګوند غړي په دې وجه ناراضه دي چې په ترقیاتي پروژو کې د دوی حلقو ته پاملرنه نه کېږي. دوی په ترقیاتي پروژو کې د درغلیو تور لګوي او وايي چې اعلی وزیر د خپلې خوښې ډپټي کمشران ټاکي چې هغوی بیا د مختلفو منصوبو نګراني کوي.

د اکتوبر پر پینځمه مازیګر مهال د بلوچستان اسمبلي په تالار کې د بلوچستان عوامي پارټۍ غړي او صوبايي وزیر خزانه میرظهور بلېدي وویل، چې له اعلا وزیره هېڅوک خوشحاله نه دی. ډاکټران، استادان او زده کونکي پرېشانه او پر سړکانو پر احتجاج دي. حکومت پلوي ګوندونه هم له وزیراعلا مرور دي، نو په داسې حالاتو کې پکار ده چې اعلا وزیر استعفا ورکړي او خپل کور ته ولاړشي.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان

بلېدي ګیله وکړه چې جام کمال خان د حکومت په چلولو کې کله هم د دوی پر سلا مشوره کار نه دی کړی. ده زیاته کړه چې له اعلا وزیر جام کمال خان څخه غوښتنه کوي چې د حالاتو تر لا خرابېدو وړاندې دې خپله استعفا وړاندې کړي.

د خزانې وزیر زیاته کړه چې تر استعفا وروسته به بلوچستان عوامي پارټي د نوي اعلا وزیر لپاره ناسته وکړي. د ده په وینا چې دغه ډول به په صوبه کې روان زیاتېدونکی سیاسي کړکېچ پای ته ورسي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د بلوچستان اسمبلۍ کې ناراضه غړو وویل که اعلا وزیر جام کمال خان استعفا ورنه کړه نو پرضد به یې عدم اعتماد تحریک راوړي.

د ناراضه غړو د خبري کنفرانس په اړه لا تراوسه د اعلا وزیر له لوري څه غبرګون نه دی راغلی خو نوموړي دوې ورځې وړاندې پر خپل ټوېټر کښلي چې له ناراضه غړو سره به یې ناندری ډېر ژر د خبرو له لارې هوارشي.

یاده دې وي چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه نېټه په بلوچستان اسمبلۍ کې اپوزېشن د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان پرضد عدم اعتماد تحریک راوړی وو. د حزب اختلاف ۱۶ غړیو په لاسلیک وړاندې شوي تحریک کې د بلوچستان اسمبلۍ غونډې رابللو غوښتنه شوې وه چې د اعلا وزیر خلاف رایه ورکړي. دې حالاتو ته په کتو د سېپټېمبر پر ۱۷مه نېټه د پاکستان سېنېټ چېرمېن صادق سنجراني (سنځراڼي) په مشرۍ یوه غونډه کې د بلوچستان عوامي ګوند ناراضه غړو اعلا وزیر جام کمال خان ته ۱۵ ورځې مهلت ورکړل شوی چې هغه به د ناراضه غړو چې کوم خپګان دي هغه به لیرې کوي اوکومي غوښتنې دي هغه به هواروي.

خو د اپوزېشن غونډه چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه به کېدله د بلوچستان ګورنر د تخنیکې ستونځو له امله نه راوبلله.

یاد دې وي چې د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر۶۵ دی، په هغه کې د اعلا وزیر پرضد د تحریک عدم اعتماد د کامیابۍ لپاره د ۳۳ غړو ملاتړ مهم دی. خو په بلوچستان اسمبلي کې د حزب اختلاب د غړو شمېره ۲۳ ده، په هغه کې جمعیت علماء اسلام ۱۱، بلوچستان عوامي ګوند ۱۰، پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو غړی او یو آزاد غړی نواب اسلم ریساڼی دی.

د حکومتي غړیو شمېره ۴۲ ده چې پکې بلوچستان عوامي ګوند ۲۴، پاکستان تحریک انصاف ۷، عوامي نیشنل ګوند ۴، بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ۳، هزاره ډیموکراټیک پارټي ۲، جمهوري وطن ګوند یو او یو پخوانی اعلا وزیر نواب ثناء الله زهری شامل دي چې د مسلم لیګ ن پر ټکټ کامیاب شوی وو خو اوس پیپلز ګوند ته اوښتی دی.

د ناراضه غړو په وینا، له دوی سره د بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۵غړي مله دي خو اعلا وزیر یې شمېره یوازې شپږ تنه ښيي.

XS
SM
MD
LG