د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې زلزله: هرنايي کې ګڼ کسان مړه او ژوبل، ګڼ کورونه کنډکپر


په هرنايي کې زلزلې د یوه کور دېوالونه چپه کړي
په هرنايي کې زلزلې د یوه کور دېوالونه چپه کړي

د پاکستان طبعي ناورينونو سمبالولو اداره (پي ډي اېم اې) وايي چې بېګا نیمه شپه د بلوچستان په هرنايي کې یوې درنې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د یادې ادارې صوبايي مشر نصير ناصر ويلي چې په زلزله کې شل کسان وژل شوي خو ښايي دا شمېر زیات شي. نوموړي زياته کړه، هڅه کوي چې د مړو او تباهۍ اندازه ولګوي.

د بجلۍ بغير د موبايل او څراغونو په رڼا کې مو د خلکو جراحي يا اپرېشنونه کړي دي.
ظهور ترين

د نصير ناصر په وينا، هلته يې ژوغورونکې ډلې لېږلې دي خو د خرابو سړکونو او موبايل سهولت د نشتوالي له کبله مرستندویه کارونه له خنډ سره مخامخ دي. د زلزلې له کبله د برېښنا نظام هم ګډوډ شوی دی.

د هرنايي هسپتال يو چارواکي ظهور ترين اې اېف پی اژانس ته ويلي چې دوی د بجلۍ بغير د موبايل او څراغونو په رڼا کې د خلکو جراحي يا اپرېشنونه کړي دي. ​

هرنايي: سخت ژوبل کسان په هېليکوپټر کې کوټې ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، ۰۷م اکتوبر
هرنايي: سخت ژوبل کسان په هېليکوپټر کې کوټې ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، ۰۷م اکتوبر

ځايي چارواکي وايي چې ژغورنکې ډلې وررسېدلي او سخت ټبيان د هيلي کاپټر له لارې کوټې ته وړل شوي دي.

د مشال رېډيو خبريال وايې بېګا په راغلې زلزله کې څه باندې دوه سوه کسان ژوبل شوي. د ده په خبره په زلزله کې يو نيم سل کورونه په مکمله او دوه سوه په جزوي توګه ړنګيدلي دي.​

اې اېف پی د د هرنايي ډپټی کمشنر سهيل انور هاشمي له قوله وايي چې زياتره کسان د کورونو د دېوالونو او بامونو راپرېوتو له کبله مړه شوی دي.

په وژل شويو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي او خلک لاهم د نړېدلو کورونو په ملبو کې ګېر دي. څلور کسان د سکرو په کانونو کې د کار پر مهال وژل شوي دي.

د امريکا جېولوجيکل سروې وايي چې پر رېکټر سکېل د زلزلې شدت پنځه اشاريه اووه وو. زلزله د اکتوبر پر اوومه نېټه د شپې درې بجې راغلې چې د ځمکنۍ ژورتيا يې ۲۰ کلوميټره وه.

د پاکستان مطبوعات ليکي چې په کوټه، سوی، قلعه عبدالله، زيارت، مسلم باغ، سنجاوۍ، چمن او ږوب هم د زلزلې ټکانونه يا جټکې محسوسه شوې دي.

هرنايي له کوټې ښاره څه نا څه ۱۸۸ کلومیټره جنوب ختیځ پلو ته پرته ده، چې له زیارت، دکۍ او سیوۍ سره یې پولې لګېږي. د دې سیمې ولس کرهڼه لري او زیات شمېر خلک یې د کویلو کانونو کاروبار او مزدوري کوي.

په بلوچستان کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

په پاکستان کې د ۲۰۱۵ز کال په هم دې میاشت (اکتوبر) کې د اووه اشاريه پنځه شدت زلزلې په افغانستان او پاکستان کې ۴۰۰ کسان وژلي ول. تر دې وړاندې په ۲۰۰۵زکال اکتوبر پر اتمه نېټه راغلې زلزلې په پاکستان کې ۷۳ زره کسان وژلي او ۳۵ لاکه يې بېکوره کړي ول. پر رېکټر سکېل د هغې زلزلې زور اووه اشاريه شپږ وو.

XS
SM
MD
LG