د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بلدیاتي ټاکنې ولې د ځنډ ښکار دي؟


بلوچستان کې یو کس د خپلې رایې کارولو پرمهال
بلوچستان کې یو کس د خپلې رایې کارولو پرمهال

په بلوچستان کې مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې حکومت په صوبه کې د بلدیاتي ټاکنو په کولو کې سنجیده نه دی. دوی دا خبره له هغه وروسته مشال رېډیو ته وکړه چې د انتخاباتي کمیشن په وینا په راتلونکیو څو میاشتو کې به په هېواد کې بلدیاتي ټاکنې کوي او پیل به یې له خیبرپښتونخوا وي.

د جمعیت علماې اسلام ف پارلماني غړی او په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر سکندر ایډوکیټ د اکتوبر پر ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل چې صوبايي حکومت تر اوسه په صوبه کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره د نویو حلقه بندیو جوړولو په ګډون هېڅ تیاریانې نه دی کړی. نوموړي زیاته کړه، بلوچستان له وړاندې د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې صوبه ده نو بلدیاتي انتخابات پکې تر ټولو زیات مهم دي خو حکومت پکې دلچسپي نه لري.

"د بلوچستان حکومت چې د بلدیاتو لپاره د ۲۰۱۰ز کال په قانون کې بدلون راوستل غواړي نو اوس معلومه نه ده چې دا به په کومه طریقه کېږي. دا زموږ د ملک بدقسمتي ده چې قانون او ایین د ریاست لپاره وي خو دلته یو سړی داسې قانون جوړ کړي چې د یو تن لپاره وي. نو اوس موږ دې نوي قانون ته په تمه یو. موږ غواړو چې ژر تر ژره بلدیاتي ټاکنې وشي او خلکو ته ترې ګټه ورسېږي. باید داسې نه وي چې قانون د یوڅو کسانو په خوښه جوړ شي او د هغوی ګټه پکې وي."

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زېري مشال رېډیو ته وویل چې د موجوده حکومت کارکردګي سمه نه ده او ورته معلومه ده چې په بلدیاتي ټاکنو کې به له ماتې سره مخ شي نو ځکه نه غواړي چې و یې کړي.

"د بلدیاتي ټاکنو له ګټو څوک انکار نشي کولای. زموږ د ګوند حکومت پر مهال موږ په ۲۰۱۳ز کال بلدیاتي ټاکنې وکړې. موجوده حکومت تر اوسه بلدیاتي ټاکنې نه دي کړې. د مردم شمارۍ له مخې به نوې حلقه بندیانې کېدلې، د جام حکومت ورپسې عدالت ته ولاړه او سټې یې پرې واخیسته.د حلقه بندیو کار ودرېده. تر څو چې نوې حلقه بندیانې نه وي شوې، نوي بلدیاتي انتخابات ممکن نه ښکاري. په چاوڼو کې بلدیاتي انتخابات وشو او په پنجاب کې تحریک انصاف ماتې وخوړه نو کېدای شي چې دوی ورته تیار نه وي. د حکومت کارکردګي خرابه ده او ولس ترې بېزاره دی."

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت وايي چې د بلدیاتي حکومتونو له لارې ولس ته واک ورکول غواړي. دوی د ناسمې کارکردګۍ په اړه د مخالفه ګوندونو تورونه هم ردوي او وايي چې د هېواد اقتصادي حالت د پخوانیو حکومتونو د ناسمو پالیسو له وجې خراب شوی دی.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواني مشال رېډیو ته وویل چې په صوبه کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره په قانون کې بدلونونه کول غواړي. نوموړي زیاته کړه، د کابینې په وروستۍ غونډه کې د بلوچستان د ۹۰ مونسيپل کمیټیانو او ۳۹ میونسيپل کارپوریشن لپاره وړاندیز ته تقریبا حتمي بڼه ورکړل شوې ده. شهواني دا هم وویل چې دوی په صوبه کې ډېر ژر د بلدیاتي ټاکنو پلان لري خو دې لړ کې لا نېټه نه ده اعلان شوې.

"بلدیاتي انتخابات موږ بالکل کوو. موږ پکې اصلاحات راوړي او په قانون کې به بدلونونه کوو. موږ به یونین کونسلو ته په اقتصادي توګه اختیارات ورکوو.د پرمختیا د بودیجې ۱۵ فيصده به بلدیاتي حکومتونو ته ورکوو."

په بلوچستان کې بلدیاتي ټاکنې په ۲۰۱۳ز کال کې شوې وې او له هغې وروسته د بلدیاتي حکومتونو مودې د ختمېدو باوجود هم په دغه صوبه کې یادې ټاکنې لا نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG