د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن - سپین بولدک لارې تړل کېدو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د چمن او سپین بولدک ترمنځ لارې تړل کېدو په سلګونه هغه افغان وګړي په چمن کې ایسار کړي‌ چې په علاج او نورو کارونو پسې پاکستان ته تللي وو.

په دوی کې ځینو یې د اکتوبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یو شمېر ناروغان هم دې ته په تمه دي چې لاره به کله خلاصېږي؟

د فراه ولایت اوسېدونکی عبدالباقي وايي، د پښې په عملیاتو پسې کراچۍ ته تللی و خو چې راستون شو نو د چمن لاره تړلې وه.

ده وویل: "پوله تړلې ده، ډېر په تکلیف یم، له شپې مې پښې درد کاوئ نو کسانو کلینیک ته یوړم، موږ له طالبانو او پاکستاني حکومته غوښتنه کوو چې لاره دې خلاصه کړي."

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د کندهار یو اوسېدونکي‌ محمد اکرم وویل، د کور له مېرمنو سره په علاج پسې کوټې ته تللی و خو اوس په چمن کې ایسار دی.

ده زیاته کړه: "ناروغان او مېرمنې راسره دي او دلته ناست یو،‌ زموږ غوښتنه دا ده چې لاره راته خلاصه کړل شي چې خپلو کورونو ته ستانه شو، ژوند او روزګار مو ولاړ دي."

د محمد نبي‌ په نامه د کندهار یو بل اوسېدونکي‌ مشال راډیو ته وویل، طالبان او پاکستانی حکومت باید د لارې پرانيستلو لپاره خبرې سره وکړي‌ او د دوی مشکل حل کړي. هغه وړاندې وویل:

"له ما سره درې ښځې او درې- څلور ماشومان دي، په علاج پسې کوټې ته تللي وو او اوس دلته بند یو، هیله لرو چې طالبان او پاکستانی حکومت به خبرې سره وکړي او موږ ته به دا لاره خلاصه کړي."

د پرلت په پهلوان مشهور یو ځايي ټولنیز فعال عبدالحمید مشال راډیو ته وویل، دوی په خپل سر هره ورځ په لسګونو ایسار شویو کسانو ته خوراک او د ارام ځای برابر کړی دی.

ده وویل: "دا خلک ناخبره وو، طالبانو ناڅاپي‌ اعلان وکړ چې لاره بنده ده نو دوی دلته راغلو، بېګا هم له موږ سره شاوخوا ۴۵۰ کسان وو، ماشومان دي، مېرمنې دي‌ او د شپې یخني وي نو دوی ډېر په مشکل کې دي."

د طالبانو حکومت د اکتوبر پر پنځمه د سپین بولدک او چمن ترمنخ لاره په دې تور وتړله چې ګواکې پاکستاني‌ چارواکي‌ افغان وګړو ته د تګ راتګ پر وخت ستونزې جوړوي.

خو د چمن مرستیال کمیشنر جمعه داد مندوخېل د پولې تر تړل کېدو وروسته د طالبانو دا تور رد کړی و چې ګواکې پاکستاني چارواکي افغان وګړي ځوروي. د نوموړي په وینا، ‌د پاکستان له خوا لاره خلاصه ده او د تړلو پرېکړه یې طالبانو په خپل سر کړې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې دا لار به تر څه وخته تړلې وي او ایا د پرانېستو لپاره یې څه هڅې روانې دي او که نه؟

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. خو په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر رحمت الله نړیوال د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو وویل چې په دې اړه د تجارو او قبایلي مشرانو یو پلاوی کندهار ته ورغلی و خو خبرو څه نتیجه نه ده ورکړې.

ده وویل: "هلته چې پاکستان، افغانان د تګ راتګ پر وخت وهل او ډبول نو تر هغه خو دا ښه ده چې یو مخ دا لاره بنده شي، او هلته چې کوم افغانان ګیر دي، د هغوی د را ستنولو لپاره خبرې او هڅې روانې دي، هیله ده چې ژر به وشي."

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې دا لومړی ځل دی چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره په مکمله توګه تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG