د بلوچستان په سبي يا سوۍ سیمه کې د سېشنبې په ماسپښين په جعفر ایکسپریس اورګاډي کې د وژل شويو شمېر اوولسو تنو ته رسېدلی، او تر څلوېښت زیات ټپيان دي. په وژل شويو مساپرانو کې د دوولسو مړيو پېژندګلوي لاهم نه ده شوې.
د پاکستان د رېلوې وزير خواجه سعد رفيق رسنيو ته ويلي چې په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې ژوبل دي.
په دې خبري غونډه کې چې د بلوچستان د ټولو سیاسي ګوندونو غړيو ګډون درلود، ټولو په خپل وار سره سم بیا هم له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې د کاسي نوم دي ژر تر ژره په دې لیسټ کې واچول شي.
د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه قلات کې د دوشنبې پر غرمه د پاکستاني پوځ يو هيلي کوپټر لوېدلی او ویجاړ شوی دی.
د پاکستان تر ټولو پراخه صوبه بلوچستان د ملک تر نورو صوبو په تعلیمي ډګر کې شاته پاتې ده. د رپوټونو له مخې ، په دې صوبه کې په لوی شمېر سکولونه د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله بند پراته دي.
د کوټې د سرياب سیمې د پولیسو په خبره ، د شنبې په غرمه پر سریاب سړک چاودنه شوېده چې یوه ماشومه یې وژلې او پنځلس تنه یې نور ټپي کړي دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، د دغې صوبې په ډاډر سیمه کې د جمعې پر ماځيګر د تېلو پر هغه ټانکر وسله وال برید شوی، چې له کراچۍ څخه افغانستان ته پر لاره وو.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي (بوري) کې د چارشنبې په ورځ د ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکوونکې ډلې پر امنیت مامور پولیسو برید وشو چې یو پولیس ساتونکی په کې ووژل شو.
د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا د چارشنبې په ماښام خبر ورکړ، چې ایراني ولسمشر حسن روحاني د پاکستان لومړي وزیر ميانواز شریف ته ټيليفون کړی، او د بلوچستان صوبې له پولې د خپلو تښتوول شويو سرتېرو د روغ رمټ راخوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ايتلافي حکومت اختلافات پای ته ورسېدل، او د مسلم لیګ ن صوبايي مشر د بلوچستان له اعلی وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه ناوخته اعلان وکړ،
په پاکستان او بلوچستان کې واکمن مسلم لیګ ن ګوند وايي، که يې د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ غوښتنې ونه مني، نو به د حکومتي څوکيو پر ځای په اپوزیسيون کې کښېني
په کوټه او پيښور کې د جمعې په ورځ د شوو چادونو له امله د مړو شمېر څلرویشتو ته رسېدلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته