پراګ: د پاکستان تر ټولو پراخه صوبه بلوچستان د ملک تر نورو صوبو په تعلیمي ډګر کې شاته پاتې ده. د رپوټونو له مخې ، په دې صوبه کې په لوی شمېر سکولونه د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله بند پراته دي.
اوس پوښتنه دا ده چې له اوسني حکومت سره د تعلیم ته د ودې ورکولو لپاره څه پلان دی او هغوی په دې لړ کې له کومو ننګونو سره مخامخ دي.
د بلوچستان د وزیراعلی له سلاکار سردار رضا محمد بړېڅی وايي ، تر اوسه مو څلورنیم سوه بند سکولونه بیرته فعاله کړي دي.
نوموړی وايي چې په شاوخوا شپږو میاشتو کې به داسې یو نظام رامنځ ته کړي چې د صوبې پر ټولو لویو او وړو سکولونو به له هره پلوه نظر ساتي.
د سردار رضا محمد بړېڅي په وینا ، صوبايي حکومت وار له مخه موجودو سکولونو ته د ترقي ورکولو او په صوبه کې د نویو سکولونو جوړولو لپاره نهه اربه روپۍ بېلې کړې دي.
د مشال راډیو بوریوال کاکړ له سردار رضا محمد بړېڅي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې دوی په صوبه کې د غېر فعالو سکولونو د بیرته خلاصولو لپاره څه کړي دي؟