د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور او کوټه: د جمعې په ورځ د چاودنو د مړو شمېر ۲۴ ته ورسېدی


د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د صوبايي حکومت نور چارواکي د کوټې په پوځي روغتون کې د ټپیان پوښتنه کوي
د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د صوبايي حکومت نور چارواکي د کوټې په پوځي روغتون کې د ټپیان پوښتنه کوي
کوټه / پېښور: په کوټه او پيښور کې د جمعې په ورځ د شوو چادونو له امله د مړو شمېر څلرویشتو ته رسېدلی دی.

د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په کلیواله سیمه سربند کې د پوليسو پر يوه ګزمه (ګشت) ځانمرګی برید وشو. په دې برید کې لومړی نهه تنه ووژل شو او شاوخوا څلور دېرش نور ټپیان شو.

په پېښور کې د ژغورنې د ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فېضي د شنبې په سهار مشال راډیو ته وویل چې له ټپیانو څخه درو نورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ورسره په دې ځانمرګي برید کې د مړو شمېر دوولس ته ورسېدی.

چارواکي وايي چې په وژل شوو کې زياتره عام وګړي دي چې په کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

د پېښور دا کلیواله سیمه ًسربندً له زیاتې ناارامې قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ سره پوله لري.

بل پلو د جمعې تر لمانځه وروسته د کوټې ښار پر جناح سړک د ساينس کالج مخې ته په يوه سايکل کې د اېښودل شوو بارودو په چاودنه کې لس تنه ووژل شو او تر څلوېښت زیات ټپیان شو.

ځايي چارواکي وايي چې له ټپیانو څخه دوو نورو کسانو سا ورکړېده چې ورسره د مړو شمېر دولس ته پورته شوی دی.

د کوټې د پولیسو يوه مشر عبدالرزاق چيمه د پېښې په ځای کې رسنيو ته وویل چې د چاودنې هدف د ملیشه ځواکونو يو موټر وو، چې تر چاودنې څو دقیقې مخکې له همدې ځایه تېر شوی وو.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي ، وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو د دې چاودنې غندنه کړې ده او دا يې د انسانيت پر ضد کار بللی دی.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او ځينو صوبايي وزیرانو د جمعې په ماسخوتن د کوټې په پوځي روغتون (سي ایم ایچ) کې د ټپیانو د حال پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

عبدالمالک بلوڅ له يوه ناروغه سره په خبرو کې وویل چې د دوی تر ټولو مهم کار دا دی چې امنیتي حالت ښه کړي.
عبدالمالک بلوڅ زیاته کړه چې د ترهګرۍ په پېښو کې تر ټولو زیات داسې غریب ولس په نښه کېږي چې یا خو پر پښو روان وي او یا هم په بسونو کې ځي.

د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ په پېښور او کوټه کې د شوو دواړو بریدونو پړه ً احرارالهندً نومي ډلې منلې ده.

احرارالهند ډلې که څه هم په پېښور کې تر دې وړاندې هم د یوې پېښې پړه منلې وه خو په بلوچستان صوبه کې یې په لومړۍ ځل چاودنې مسوولیت قبول کړی دی.

په بلوچستان کې که يو پلو ځينو بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو له پاکستانه د بېلېدو لپاره وسله واله مبارزه پېل کړېده نو بل پلو فرقه ییز تشدد هم دوام لري چې زیاتره وخت له شعیه مسلک سره د اړه لرونکو هزاره ګانو پر ضد د شوو بریدونو پړه وسله والې ډلې لښکرجنګوي منلې ده.
XS
SM
MD
LG