د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان له لارې افغانستان ته پر تلونکي ټانکر بريد، ډرایو مړ


د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، د دغې صوبې په ډاډر سیمه کې د جمعې پر ماځيګر د تېلو پر هغه ټانکر وسله وال برید شوی، چې له کراچۍ څخه افغانستان ته پر لاره وو.



د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، د دغې صوبې په ډاډر سیمه کې د جمعې پر ماځيګر د تېلو پر هغه ټانکر وسله وال برید شوی، چې له کراچۍ څخه افغانستان ته پر لاره وو.


د امنيتي چارواکو په خبره د نامالومه وسله والو له خوا په دې برید کې ټانکر ډرایور وژل شوی، او د هغه کلینر ژوبل شوی دی. خو وسله وال بریدګر د تل په څېر په تېښته کې بریالي شوي دي.

په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو لپاره تېل او نور سامان وړونکي دغه کنټينرې او ټانکرې چې د سنده صوبې له کراچۍ بندر څخه د کوټې او پېښور پر لاره افغانستان ته اوړي، له تېرو څو کلونو راهیسې پرې وسله وال بریدونه کوي. چې په کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

که څه هم د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې پر دغو سامان وړونکو لاريو د بريدونو مسوولیت وسله وال طالبان قبولوي، خو د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې بیا ددغو بريدونو مسوولیت تر اوسه پورې هيڅ يوې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG