د کوټې د سرياب سیمې د پولیسو په خبره ، د شنبې په غرمه پر سریاب سړک چاودنه شوېده چې یوه ماشومه یې وژلې او پنځلس تنه یې نور ټپي کړي دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، د دغې صوبې په ډاډر سیمه کې د جمعې پر ماځيګر د تېلو پر هغه ټانکر وسله وال برید شوی، چې له کراچۍ څخه افغانستان ته پر لاره وو.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي (بوري) کې د چارشنبې په ورځ د ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکوونکې ډلې پر امنیت مامور پولیسو برید وشو چې یو پولیس ساتونکی په کې ووژل شو.
د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا د چارشنبې په ماښام خبر ورکړ، چې ایراني ولسمشر حسن روحاني د پاکستان لومړي وزیر ميانواز شریف ته ټيليفون کړی، او د بلوچستان صوبې له پولې د خپلو تښتوول شويو سرتېرو د روغ رمټ راخوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ايتلافي حکومت اختلافات پای ته ورسېدل، او د مسلم لیګ ن صوبايي مشر د بلوچستان له اعلی وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه ناوخته اعلان وکړ،
په پاکستان او بلوچستان کې واکمن مسلم لیګ ن ګوند وايي، که يې د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ غوښتنې ونه مني، نو به د حکومتي څوکيو پر ځای په اپوزیسيون کې کښېني
په کوټه او پيښور کې د جمعې په ورځ د شوو چادونو له امله د مړو شمېر څلرویشتو ته رسېدلی دی.
نن د جمعې ورځې پر ماسپښين په کوټه کې چاودنه شوې، چي لس تنه پکې وژل شوي او شاوخوا ۴۰ تنه ټپيان شوي دي. پوليس وايي د چاودنې هدف د ملېشه ځواکونو موټر وو،
((د مورنۍ ژبې مضمون نه يوازې په سرکاري سکولونو کې لازمي ګرځول سوی دی بلکې په ټولو پرايوېټ سکولونو او مذهبي مدرسو کې يانې چې چيرته هم درس او تدريس کيږي، هلته به ماشومان خاماخا مورنۍ ژبه وايي او زده کوي به يې.))
د کوټې په جناح سړک د ساینس کالج سیمې ته نږدې په یوه بس کې بمي چاودنه شوې ده چې لس کسان په کې وژل شوي او تر شل زیات کسانو یې ژوبل شوي دي.
د پاکستاني بلوچستان په نوکنډي سیمه کې د ایران او افغانستان له پولې سره څېرمه په ۱۳م مارچ ۲۰۱۳ عیسوي کال کې د چيک جمهوريت دوه سېلانۍ نجونې نامالومه وسله والو تښتولې وې. د پنجشنبې پر ورځ د دوی يو کال پوره شو، خو پاکستاني چارواکي لا هم بریالي شوي نه
د عامې روغتیا ادارې سېکرټر عبدالصبور کاکړ د دوشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲ز کال کې بلوچستان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ لپاره یوه حساسه سیمه بلل شوې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته