د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په قلات سیمه کې پاکستانی پوځي هيلي کوپټر لوېدلی


د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه قلات کې د دوشنبې پر غرمه د پاکستاني پوځ يو هيلي کوپټر لوېدلی او ویجاړ شوی دی.

ځيني ازادې سرچينې وايي، د پاکستاني پوځ له خوا له قلات سره څېرمه د بلوڅو وسله والو پر ضد عمليات روان وو، چې په دې عملياتو کې د پاکستاني پوځ يو هیلي کوپټر رالوېدلی او تباه شوی دی. سرچينې زیاتوي ؛پر هیلي کوپټر د وسله والو له خوا برید شوی، او تباه شوی دی؛.


خو په کوټه کې د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګه (آيي ايس پي آر) بیا وايي، هيلي کوپټر د تخنيکي خرابۍ له امله بېړنۍ ناسته کړې ده. چې د دوی په خبره پایلټ او نوره عمله یې خوندي دي.

په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو او پاکستانیو امنیتي ځواکونو له لوري د صوبې په بېلا بېلا برخو کې نښتې ترسره کېږي. بلوڅ خپلواکۍ غوښتنونکې ډلې د پاکستان له مرکزي حکومت سره د صوبې د شتمنیو پر سره په جنګ اخته او غوښتنه لري چې د دغه صوبې پر شته وسایلو دې د وفاقي حکومت قبضه ختمه شي او دا دې د بلوچستان پر خپلو خلکو ولګول شي.
XS
SM
MD
LG