د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيا او کورمې مشرانو د کرښې دواړو خواوو ته د ډزبندۍ لپاره جرګه ګړې ده


د جګړې له پيلېدو وروسته د پکتيا او خرلڅيو ترمينځ لاره د هر ډول تجارت پرمخ تړل شوې ده ـ پخوانی انځور.
د جګړې له پيلېدو وروسته د پکتيا او خرلڅيو ترمينځ لاره د هر ډول تجارت پرمخ تړل شوې ده ـ پخوانی انځور.

په کورمه کې په ډیورنډ کرښه د پاکستانيو او طالب ځواکونو ترمینځ له پينځو ورځو راهیسې روانه جګړه درېدلې او د ودانیزو چارو پر سر د راپورته شوې شخړې د حل لپاره مذاکرات پیل شوي دي.

په دې مذاکراتو کې د خرلڅیو مقامي مشر ملک سید مبین حسین هم ګډون درلود. نوموړي د مې په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې له افغانستانه بېلا بېلو قومونو مشران ورغلي ول او ډز بندي شوې ده.

د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمینځ د مې ۱۳مې نښتو وروسته دا لومړۍ ځل دی چې دواړو خواو مشرانو سره جرګه کړې. که څه هم په دې کې حکومتي استازي شامل نه وو خو داسي ويل کېږي چې دوی ته تاييد ترلاسه دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د امنيتي سرچينو او ځايي مشرانو په وينا، د دواړو لوريو ترمينځ لومړۍ نښته د مې پر ۱۳مه د کورمې په ماڼو جبه سر کې وشوه چې په نتيجه کې يې د پاکستان پوځ څلور سرتېري ژوبل شول.

ځايي مشرانو مشال راډيو ته د امنيتي ځواکونو په حواله ويلي چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د بيا رغولو تر څنګ لږ نور تعميراتي کار روان وو چې افغان طالبانو بريد وکړ. له هغه وروسته د پکتيا د ډنډ پټان او د کورمې د خرلڅيو ترمينځ سرحدي دروازه تړل شوې چې لا هم نه ده پرانيستل شوې.

د طالبانو حکومت د مې ۱۳مې په جګړه کې د اوښتي زيان او د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو تر مينځ دويمه نښته د مې پر ۱۵مه وشوه چې د پاکستان د امنيتي سرچينو په وينا يو پاکستانی سرتېری پکې وژل شوی او د يو عام وګړي او يو پوليس په ګډون شپږ سرتېري پکې ژوبل شوي ول.

اخوا د طالبانو حکومت د مې ۱۵مې په نښتو کې د خپلو شپږو سرتېرو د ژوبلېدو خبر ورکړی وو.

ځايي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې د جګړې له وېرې د ځینو سیمو خلکو کډې کول هم پيل کړي ول .

د جګړې له پيلېدو وروسته د پکتيا او خرلڅيو ترمينځ لاره د هر ډول تجارت پرمخ تړل شوې ده او داوړو غاړو ته په مالونو ډک ګاډي ولاړ دي.

تر دې وړاندې هم، د مارچ پر ۱۸مه، د پکتيا او کورمې ترمينځ په خرلڅيو او بوړکي سیمو کې د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوي وې او د مارچ تر ۲۳مې پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره لاره تړل شوې وه.

د کورمې خرلڅیو لار هره ورځ له نهو تر پینځو بجو پورې خلاصه وي چې په تجارتي مالونو بار نېږدې ۱۵۰ ګاډي پرې تېرېږي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG