د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګنډه پور: که مرکزي حکومت ۱۵ ورځو کې د برېښنا ستونزه حل نه کړه نو ترسیل به يې وتړو


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا لومړی وزیر وايي که مرکز په دوو اونیو کې دننه د هغې صوبې د بجلۍ د پارچاوۍ یا لوډ شيډنګ مسله هواره نه کړه نو هغوی به ټول پاکستان ته د برېښنا رسد وتړي.

علي امین ګنډه پور د مې پر ۱۷مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې مرکز په روان مالي کال کې صوبې ته د معمول کلني فنډ څخه ۳۰۰ اربه روپۍ کمې ورکړې خو بيا به هم صوبه د ای اېم اېف د پورونو له شرطونو سره سم د جون تر ۳۰مې نېټې پورې له خپلې اضافي بودیجې څخه ۹۶ اربه اربه روپۍ مرکز ته ورکوي. وزیراعلا غوښتنه وکړه چې وفاقي حکومت باید خیبر پښتونخوا صوبې ته د هغوی پورونه واپس کړي. علي امین ګنډاپور دړکه وکړه چې که مرکز د هغوی غوښتنو له پام ونه کړو نو هغوی به په خیبر پښتونخوا کې د برېښنا دفترونه په خپله ولکه کې واخلي.

نوموړي د تېر نګران حکومت پر مهال د ترسره شویو اقداماتو د پلټنو اعلان هم وکړ او اړونده چارواکیو ته یې په دغه اړه د یوې تحقیقاتي کمیټۍ جوړولو امر وکړ.

ګنډه پور ادعا وکړه چې د وعدې باوجود وفاقي حکومت د ضم شويو قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره فنډونه نه دي ورکړي. وزیراعلا وویل چې که وفاقي حکومت ورله په دوو میاشتو کې دننه د ضم شويو ضلعو د پرمختګ لپاره ۵۰ بلینه روپۍ ورنکړي نو هغوی به هغه لاره خپله کړي چې مرکز یې "غیر ذمه وارانه چلند" بولی.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پو تر دې وړاندې د روان کال د مې پر دویمه هم په یو بیان کې ویلي وو چې که وفاق د صوبې پور نه ورکوي نو د ولس په زور به یې ترې واخلي. نوموړي له وفاقي حکومته غوښتي وو چې د صوبې د برېښنا، ګیس او تېلو پیسې دې ورکړي.

ګنډه پور دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې خیبر پښتونخوا صوبه له یوشمېر کلونو راهیسې له لویو مالي مشکلاتو سره مخامخ ده او صوبايي حکومت وايي چې وفاق یې تر ۱۶۰۰ اربه روپیو زیات پوروړی دی.

وفاقي حکومت لا د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خوتر دې وړاندې یې ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا او مرکز تر مینځ د مسایلو د هواري لپاره کمېټه جوړوي چې د دواړو خواوو غړي به پکې وي.

د پاکستان د ایین له مخې، وفاقي حکومت باید د اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي. داراز، وفاق باید په یوه صوبه کې د پیدا کېدونکي ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په تېرو وختونو کې د پیسو نه ترلاسه کېدل د صوبې د لویو مالي ستونزو لامل په توګه یاد کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم میا شهباز شریف سره تر لیدو وروسته ویلي ول چې هغه ورته د صوبې د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړی دی.

خو په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي.

XS
SM
MD
LG