د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې ایراني سرتيري راخوشې کړي'


د ایراني بلوچستان له پاکستاني بلوچستان سره پوله
د ایراني بلوچستان له پاکستاني بلوچستان سره پوله

د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا د چارشنبې په ماښام خبر ورکړ، چې ایراني ولسمشر حسن روحاني د پاکستان لومړي وزیر ميانواز شریف ته ټيليفون کړی، او د بلوچستان صوبې له پولې د خپلو تښتوول شويو سرتېرو د روغ رمټ راخوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا د چارشنبې په ماښام خبر ورکړ، چې ایراني ولسمشر حسن روحاني د پاکستان لومړي وزیر ميانواز شریف ته ټيليفون کړی، او د بلوچستان صوبې له پولې د خپلو تښتوول شويو سرتېرو د روغ رمټ راخوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.


ایرنا وايي، روحاني نواز شریف ته په دې ټیلي فوني خبرو کې وویل، دی هیله من دي، چې په دې لړ کې به له پاکستاني چارواکو د خوشالۍ خبر واوري، او هیله يې څرګنده کړه، چې دواړه څنګلوري هیوادونه به د ترهګرو پر ضد په ګډه عملیات وکړي.

د ایران سرکاري خبري اژانس زیاتوي، پاکستاني لومړي وزیر روحاني ته ډاډ ورکړ، چې دده حکومت ته هم دا بېخي زیات اړين دي، او د دې تیاری يې کړی، چې تښتوول شوي ایراني سرتېري روغ رمټ د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشي کړي.

د ایران ولسمشر او پاکستاني لومړي وزیر تر منځ دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د دغو ایراني سرتېرو تښتوونکې وسله والې ډلې جیش العدل د اتوار په ورځ په خپله وېبپاڼه خبر خپور کړ، چې دوي يو ایراني سرتېری چې جمشېد دانايي فر نومېده، زيندۍ کړی دی، او که يې ایران غوښتنې ونه منلې، نو پاتې سرتېري به يې هم ووژني.

جیش العدل چې په ۲۰۱۲ عیسوي کال کې يې د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د ایران پر ضد وسله پورته کړې، او د دوی په خبره په ایران کې د سني لږکيو د حقونو غوښتونکې سني افراطي وسله واله ډله ده، چې د ایران په جېلونو کې د خپلو بندي وسله والو ملګرو راخوشي کېدل غواړي.

د ایران سيستان بلوچستان صوبه چې له پاکستان او ایران سره ګډه پوله لري، ایران تل د دغه وسله والې ډلې د ملاتړ تور په پاکستان پورې کړی، او اوس هم وايي، چې دغې وسله والې ډلې د دوی تښتوول شوي سرتېري د پاکستان غاړې ته په پاکستاني بلوچستان کې پټ کړي دي.

که څه هم په بلوچستان کې امنيتي سرتېرو په دې اړه له ویلو څخه ډډه کړې، خو د دغه صوبې د کورنيو چارو سیکريټري اسد ګیلاني دوې اوونۍ وړاندې له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي ول، له ایراني حکومت سره د مالوماتو دوه اړخیزه راکړه ورکړه روانه ده، چې د ده په خبره که دا تښتوول شوي سرتېري د پاکستان غاړې ته وي، نو دوی به يې د راخوشي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د یادولو وړ ده چې د ایران له سیستان بلوچستان صوبې څخه د روان کال د فېبرورۍ پر شپږمه نېټه وسله والو د دغه هيواد د سرحدي ځواک پنځه سرتېري تښتوولي ول، چې وروسته يې مسوولیت جیش العدل وسله والې ډلې قبول کړ.
ایران چې له پاکستان سره شاوخوا نهه سوه کیلومیتره اوږده ګډه پوله لري، تل پر پاکستان تور لګوي، چې دغه وسله وال پرې د دوی له خاورې بريدونه کوي. خو پاکستان دغه تورونه تل ناسم بللي دی.
XS
SM
MD
LG