سیګار د یوناما هغه اټکل ته اشاره کړې چې وایي، د امنیتي ملحوظاتو له امله د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدل تر درې مېلیونه پورې افغانان له اړینو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي دي.
د استازو جرګې غړو له افغانستانه د هغو زرګونه کسانو د ایستلو غوښتنه وکړه چې له امریکایي او اېتلافي ځواکونو سره یې کار کړی دی.
بېګم نیسم ولي خان د عوامي نېشنل ګوند د بنسټ ايښودونکي خان عبدلولي خان مېرمن او د فخر افغان باچاخان نږور وه، نوموړې درې ځلې د پاکستان د پارلیمان غړې پاتې شوې او اوږده کلونه يې د عوامي نشنل ګوند مشري هم پر غاړه وه.
د افغان حکومت مرکچي پلاوي په دې اړه په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې په نننۍ ناسته کې له کوچني اختر وروسته ''د مذاکراتو پر پیل او جاري ساتلو ټینګار '' وشو.
د اختر لومړۍ ورځ هم له ورته چاودنو سره مله وه. په دې ورځ لږ تر لږ ۱۱ ملکي وګړي د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي وو.
د ملي امنیت سلاکار د دغو څرګندونو پر مهال وویل چې ۱۸۰ کاله مخکې واک ته د رسېدو په خاطر شاه شجاع یوه معامله وکړه او پر اساس یې پېښور د افغانستان له لاسه ووت.
چارواکي وايي، د مې پر ۱۳مه په کندهار، کندوز او غزني ولایتونو کې د ځمکلاندې بمونو د چاودنو ښکار ټول ملکي وګړي ول.
طالبانو مشرانو! خبر یاست چې ستاسې په نوم غلاوې کېږي؟ ستاسې په نوم قاچاق کوي او ستاسې په نوم له خلکو باج اخلي؟"
دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې طالبان او حکومت دواړو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی.
افغان ولسمشر اشرف غني نن( د مې پر ۱۳مه) د اختر په مناسبت په پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کښېني.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته