د لاسرسي ځای

تازه خبر

حمدالله محب: ګاونډی 'پاکستان' غواړي خپل سرحدات وغځوي


د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر طالبانو او پاکستان تُندې نیوکې کړي دي.

نوموړی د اختر په لومړۍ ورځ ننګرهار ته تللی و او هلته یې وویل چې ګاونډی هېواد [پاکستان] غواړي خپلې پولې وغځوي.

حمدالله محب په خپله وینا کې تور ولګاوه چې ګاونډی ملک یې غواړي د یو قدرت طلبه ګروپ په مرسته افغانستان بیا ضعیفه کړي. د افغانستان دا خاوره که مکمله په خپل کنټرول کې نه شي راوستلی، بیا یو تعداد خاوره نوره هم له موږ ونیسي. که نور هېڅ څه نه شي کولی هغه برخه چې پخوا د قبایلو په توګه استعاملېدله هغه راخپله کړي او دا قبایل وغځوي."

د ملي امنیت سلاکار د دغو څرګندونو پر مهال وویل چې ۱۸۰ کاله مخکې واک ته د رسېدو په خاطر شاه شجاع یوه معامله وکړه او پر اساس یې پېښور د افغانستان له لاسه ووت.

هغه زیاته کړه، ګاونډی (پاکستان ) غواړي بیا دا تاریخ تکرار کړي او خپل سرحدات وغځوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان په اړه دا تندې نیوکې ټیک څلور ورځې له هغه وروسته وکړې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د بریتانیا د لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر په ملتیا کابل ته تللی و او له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې وکتل.

د دې لیدنو کره او مفصل جزییات په تېره بیا د پاکستان د لوی درستیز څرګندونې د ارګ له لوري ډېر رسنیز نه شول.

ارګ په خپله اعلامیه کې یواځې د ولسمشر اشرف غني خبرې خپرې کړې وې چې ټینګار یې کړی و د سولې په ټینګښت کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هېواد اغېز ډېر مهم دی.

ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان ثبات له یوبل سره تړلي بللي ول وو او په افغانستان کې یې د عادلانه او تل‌پاتې سولې د تأمین په برخه کې د پاکستان د مؤثر رول غوښتنه کړې وه.

ښاغلي باجوه تېره دوشنبه کابل ته په سفر کې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي و.

هلته د ملي مصالحې د عالي شورا د اعلامیې له مخې جنرال باجوه ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د روانو حالاتو حل د خبرو له لارې شونی بولي.

افغان چارواکو سره له دې چې پاکستان تل د همکارۍ ډاډ ورکړی د دغه هېواد حکومت او چارواکي په دوه مخۍ تورن کړي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ننګرهار خلکو ته په وینا کې یو وار بیا دا انتقاد وکړ، خو ټينګار یې وکړ چې ولس کولی شي طالبان وهڅوي څو له جګړې لاس واخلي.

نوموړي وویل: "تاسو پوه یئ. تاسو تاریخ لوستلی دی. ستاسو د فیسبوک یو پوسټ هم کولای شي چې یو کس له بدې لارې راوګرځوي. ستاسو د قومي مشرانو تګ دې خلکو ته د دې باعث ګرځیږي چې هغوی د دې ګمراهۍ نه راوګرځي او د خپل مملکت د وطن ورانول بند کړي."

طالبانو او پاکستاني چارواکو تر دې دمه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د خبرو په اړه څه نه دی ویلي.

د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په اختریزو پیغامونو کې بیا دا ویل شوي چې تفاهم او مذاکرات ورته لومړیتوب لري، خو د ده په خبره مقابل لوری له بېلابېلو لارو غواړي روان سیاسي بهیر سبوتاژ کړي.

پاکستان هم له دې مخکې په وار وار ټینګار کړی چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول لوبولی او غواړي افغانستان سوکالۍ ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG