د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي امنيت او پرمختيايي‌کارونه غواړي


په ځاځي اریوب کې د اپرېل په مياشت کې جوړ شوی ښوونځی
په ځاځي اریوب کې د اپرېل په مياشت کې جوړ شوی ښوونځی

د افغانستان پکتیا ولايت ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې د امنیت ښه کولو او پرمختيايي پروژو پلي کیدو ته پاملرنه ډېره کړي.

دوی وايي په دې ولسوالۍ کې نا امنیو او د کارونو نشتون د خلکو ژوند او چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي محمد دوست د مې په ۱۵مه مشال راډیو ته وویل: ((پروژې خو له یوې مخې نشته، کارونه بند دي، کاروبار بیخي خراب دی. د ولسوال دلاسه هم څه نه کیږي چې موږ سره مرسته وکړي یا کاروبار راته پیدا کړي، خو بس شپې ورځې دي، سره تیروو يې.))

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی بهرام وايي د دوی ښکلې سیمه ده نو که حکومت یې امنيت ته پام زیات کړي، هم به ورسره اقتصاد او هم کاروبار وده وکړي.

د ځاځي اریوب ولسوال کفتان اخلاص امنيتي ستونزې مني‌خو وايي‌چې په ولايتي کچه یې دا مسله د چارواکو سره شریکه کړې ده. هغه د مې په ۱۶مه مشال رېډيو ته وويل: ((د ځاځي اریوب او احمدخېلو تر منځ لاره له ډېرو سختور درو او ځنګلونو نه تیریږي. دلته مخالفین اکثره وخت راوځي او د لارې په اوږدو کې تلاشۍ کوي، چې دا یوه اساسي ستونزه ده او باید ورته توجو وشي.))

خو د پکتیا امنیه قوماندان نجیب سرتیر وايي، دوی په دوامداره توګه د لارو په اوږدو کې امنیتي پوستې کنټرولوي او د ولسوالیو د قوماندانانو سره له نږدې په اړیکه کې دي. نوموړي مشال رېډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې ځيني وخت وسله وال پر لويه لار ماينونه ښخوي چې د پوځ سرتیري یې بيا وباسي. هغه زیاته کړه: ((په هیڅ ولسوالۍ کې دومره لوی مشکل چې هلته دې د بیارغونې د پروژو پلي کیدنه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.))

ځاځي اریوب د پکتیا په ختیځ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه لېرې پرته ولسوالي ده چې له ګردېز ښار سره شاوخوا ۷۵ کیلو متره واټن لري.

XS
SM
MD
LG