د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د اختر پر مهال په چاودنو کې ۱۱ کسان وژل شوي


په کابل کې خلک د اختر تر لمانځه وروسته کورونو ته د ستنېدو په حال کې - د ۲۰۲۱ز د مې ۱۳مې انځور.
په کابل کې خلک د اختر تر لمانځه وروسته کورونو ته د ستنېدو په حال کې - د ۲۰۲۱ز د مې ۱۳مې انځور.

په افغانستان کې د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند پر لومړۍ ورځ په درو ولایتونو کې په چاودنو کې ۱۱ کسان ووژل او ۱۷ ژوبل شول.

چارواکي وايي، د مې پر ۱۳مه په کندهار، کندوز او غزني ولایتونو کې د ځمکلاندې بمونو د چاودنو ښکار ټول ملکي وګړي ول.

د دوی په خبره، د کندهار په میوند او پنجوايي ولسوالیو کې په دوو چاودنو کې د ماشومانو په ګډون اووه ملکي وګړي ووژل او درې ژوبل شول.

اخوا په کندوز کې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي.

رویټرز اژانس وايي، په غزني کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي.

د مې ۱۳مې د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

په عین وخت کې د افغانستان په ډېریو سیمو کې خلکو د کوچني اختر لومړۍ ورځ د امن په فضا کې تېره کړه او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اوربند د سرغړونې رپورټونه نه دي ورکړل شوي.

په عین وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر دواړو خواوو د سولې کولو غږ کړی دی.

نوموړي د مې ۱۳مې پر ماښام پر ټوېټر د اختر مبارکۍ په پیغام کې ویلي چې "سوله د مخکې تګ لپاره یوازینۍ اخلاقي او عملي لار ده."

افغان ولسمشر اشرف غني هم د مې پر ۱۳مه د اختر په پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې اوربند وغځوي او د سولې خبرو ته کښېني.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم امریکا غږ راډیو ته ویلي چې اوربند نه غځوي او زیاتوي چې پر دې موضوع به په بین الافغاني خبرو کې بحث کېږي.

په دوحې کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د نړیوالو د هڅو باجود درېدلې دي. بین الافغاني خبرې تېر کال په سېپټېمبر کې پیل شوې وې.

په داسې حال کې چې امریکايي ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې خپل ټول سرتېري به د روان کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG