د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت او طالبان د مذاکراتو پر پیل او دوام سلا شوي


په قطر کې د سولې په اړه غونډه
په قطر کې د سولې په اړه غونډه

د قطر په سرښار دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي وايي، خپلمنځي غونډه یې کړې ده.

دواړو لوریو پر ټویټر پیغامونو کې ویلي، د روان وضعیت او سولې خبرو د چټکتیا په هکله سره غږېدلي دي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي په دې اړه په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې په نننۍ ناسته کې د مذاکراتو پر پیل او جاري ساتلو ټینګار وشو.

موږ د خپلې ملګرتیا او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.
انتوني بلېنکن

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې''دواړو لورو پرېکړه کړې چې مذاکراتو ته به دوام ور کوي.''

په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي لوري داسې مهال د تازه ناستې او د خبرو پیل یا دوام خبره کوي چې پر تېر خالي ورځ طالبانو اعلان وکړ چې د وړوکي اختر په درې ورځو کې به اوربند عملي کوي.

د دې په مقابل کې افغان حکومت هم ورته ګام پورته کړ.

بل لور ته هم د مې پر ۱۴مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ويلي دي:

''دواړو لوریو د سولې د پروسې، د امریکا د ډيپلوماسۍ د رول او د سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وکړې.''

په اعلامیه کې راغلي انتوني بلېنکن وویل،" امریکا د تېر په څېر د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ ده او په نظامي، انکشافي، اقتصادي او د بشري مرستو په ټولو برخو کې به زموږ همکاري دوام ولري."

په اعلاميه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له قوله ويل شوي چې، له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتلو د افغانستان او امریکا او نورو بین المللي شریکانو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیست او دغه فصل به د دوامداره او معنی لرونکو همکاریو وي.

بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د مې پر ۱۴مه په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، له ولسمشر غني سره یې د سولې بهیر د پرمختګ په هکله د سیمه ییزو هڅو په هکله خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، له ولسمشر غني سره یې په خبرو کې د کابل پر سید الشهدا ښوونځي د شوي برید لړ کې غمشریکي څرګنده کړه.

بلېنکن زیاتوي: ''موږ د خپلې ملګرتیا او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.''

ولسمشر غني او بلېنکن تر منځ ټیلېفوني خبرې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ 'سېنټکام' په یوه اعلامیه ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پروسه شاو خوا ۱۲ فيصده پر مخ تللې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې خپل ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱ مې له افغانستان وباسي. د بایډن له دغه اعلانه وروسته ناټو سازمان هم وویل چې له امریکا سره یو ځای افغانستان ته راغلی او یو ځای به ورسره ووځي.

XS
SM
MD
LG