د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا عمومي پلټونکي (سیګار) ویلي چې طالبانو په پرله پسې ډول د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر روغتیایي مرکزونو او کار کوونکو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
سیګار د مې په ۱۹مه پر ټوېټر ولیکل چې طالبان روغتیایي کارکوونکي تښتوي او هغوی په زوره د خپلو وسله والو لپاره روغتیایي خدماتو او درملو برابرولو ته اړ باسي او یا هم ورڅخه پیسې غواړي.
سیګار د یوناما هغه اټکل ته اشاره کړې چې وایي، د امنیتي ملحوظاتو له امله د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدل تر درې مېلیونه پورې افغانان له اړینو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د سیګار دې څرګندونې ته غبرګون نه دی ښوولی.
سیګار وایي، امریکا تر اوسه د افغانستان د روغتیا له څانګې سره ۱،۶ اربه ډالره مرسته کړې ده.
تر دې وړاندې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر روغتیایي کارکوونکو د قصدي بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او ویلي یې ول چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام به مېلیونونه افغانان له روغتیایي خدمتونو محروم کړي.
د فېسبوک تبصرې