د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په یوه جومات کې چاودنې د ملا امام په ګډون ۱۲ تنه وژلي


کابل کې په ۲۰۱۹ز کال د مې میاشتې پر ۲۴مه نېټه په جومات کې دننه د چاودنې ویجاړی
کابل کې په ۲۰۱۹ز کال د مې میاشتې پر ۲۴مه نېټه په جومات کې دننه د چاودنې ویجاړی

داسې مهال چې افغان حکومت او طالبانو په کوچني اختر کې اوربند اعلان کړی، ولې دا ورځې هم له تاوتریخوالي خالي نه دي.

د کابل پولیس وايي، د دې ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د یوه جومات دننه د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې په پایله کې یې د جومات د خطیب مفتي نعمان په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د شکر درې ولسوالۍ د مراد بېګ سیمې په حاجي بخشي جومات کې شوې.

د اختر لومړۍ ورځ هم له ورته چاودنو سره مله وه. په دې ورځ لږ تر لږ ۱۱ ملکي وګړي د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي وو.

افغان چارواکو پرون وویل، د کندهار په میوند او پنجوايي ولسوالیو کې دوو چاودنو د ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په کندز کې هم یوې چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل. دغه شان د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل.

XS
SM
MD
LG