د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د بېګم نسیم ولي خان فاتحه واخيستل شوه


په جلال اباد کې د بېګم نسیم ولي خان فاتحه.
په جلال اباد کې د بېګم نسیم ولي خان فاتحه.

د ننګرهار ولایتي ادارې د پښتنې ملتپالې سیاستوالې بېګم نسیم ولي خان فاتحه واخیسته چې د ننګرهار پر چارواکو سربېره په کې د بېلابېلو قومونو استازو، دیني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی و.

بېګم نیسم ولي خان د عوامي نېشنل ګوند د بنسټښود خان عبدلولي خان مېرمن او د فخر افغان باچاخان نږور وه، نوموړې درې ځلې د پاکستان د پارلیمان غړې پاتې شوې او اوږده کلونه يې د عوامي نیشنل ګوند مشري هم پر غاړه وه.

د بېګم نسیم ولي خان د فاتحې دا مراسم د مې پر ۱۸مه نېټه په جلال اباد کې د فخر افغان باچا خان کمپلکس د غونډو په تالار کې تر سره شول.

په دې مراسمو کې د ننګرهار پر ولایتي چارواکو سربېره د بېلا بېلو ولسواليو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی و. د فاتحې په دې مراسمو کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په خپلو خبرو کې وویل، بېګم نسیم ولي خان د پښتنو او په ځانګړې توګه د ښځو د شعور د بیدارۍ لپاره کور په کور ګرځېدلې وه او تر اخره په خپله مبارزه ولاړه پاتې شوې وه. نوموړي وړاندې وویل:

" دې په هغه وخت کې مبارزه پیل کړه چې پښتنو ته په ځانګړې ډول ډېر مشکلات وو چې له یوه کوره دې یو مور راووځي او هغه دې د خپلو خویندو او پښتنو د حقونو لپاره کور په کور وګرځي او د بیدارۍ پیغام دې له ځانه سره ولري. نو موږ ټول ورباندې ویاړ او افتخار کوو. هغه د یوه خان لور وه خو خاصیت يې دا و چې د فقیرانو او غریبانو لاسنیوي وکړي."

په جلال اباد کې د بېګم نسیم ولي خان د فاتحې مراسم
په جلال اباد کې د بېګم نسیم ولي خان د فاتحې مراسم

د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، بېګم نسیم ولي خان داسې یوه مېرمن وه چې په سختو شرایطو کې د سیاست میدان ته په مېړانه راووتله.

نوموړې وړاندې وايي:"په پښتنه ټولنه کې دا لومړنۍ مېرمن وه چې د پښتنو ښځو لپاره د سیاست میدان ته راووته او مبارزه يې پیل کړه. د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره له خپلې مبارزې پر شا نه شوه. خپلې مبارزې ته يې د ژوند تر پایه دوام ورکړ. چې نورې پښتنې خویندې د دې په نقش قدم باندې قدم کېږدي."

د ننګرهار د دیني عالمانو شورا مشر مولانا حبیب الله جلال ابادي مشال راډيو سره په خبرو کې د هغې ورځې یادونه وکړه چې بېګم نسیم ولي خان په کې د سیاست ډګر ته راوتلې وه.

نوموړي وویل:"ما په پېښور کې په یوه دارالعلوم کې سبق ویلو چې دا د سیاست میدان ته راووتله او یوې غونډې ته يې په وینا کې وویل چې ای پښتنو بچو، ای پښتنو ورونو، تر هغې پورې به زما دا تور څادر په سر وي چې کله تاسو ننګ وکړ نو زه به بیا سپین څادر په سر کړم. خان عبدالولي خان او باچا خان هغه وخت د پاکستان په جيلونو کې بندیان وو چې دا د سیاست میدان ته راووتله او د پښتنو په تاریخ کې يې یو عظیم کردار ادا کړ."

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو سیاسي علومو پوهنځې استاد هجرت الله اختیار مشال راډيو سره په خبرو کې پېګم نسیم ولي خان د ځوانو ښځینه سیاستوالو لپاره اډییال شخصیت وبلله.

نوموړي وویل:" بېګم نیسم ولي خان د پښتنو سیاستوالو مېرمنو لپاره یوه نمونه وه چې د سیاست ډګر ته راووتله او د پښتنو د حقونو لپاره يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ. هغه نه یوازې د پښتنو ښځو مشره وه، بلکې د نیشنل عوامي ګوند له لارې يې د پښتنو مشري هم کړې ده، خو زما په فکر نوموړې د ځوانو ښځینه سیاستوالو لپاره يوه اډیال شخصیت و."

پېګم نسیم ولي خان په ۱۹۳۶ز کال د جنوري پر ۲۴مه نېټه زیږېدلې وه او د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۱۶مه نېټه په چارسده کې مړه شوه.

نوموړې په ۱۹۷۷ز کال چې د پاکستان حکومت د عوامي نیشنل ګوند مشر او د مېرمن نسیم ولي خاوند خان عبدالولي خان بندي کړ، د یاد ګوند مشري پر غاړه واخیسته او درې ځلې د پاکستان د پارلېمان غړې هم پاتې شوې وه.

XS
SM
MD
LG