د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد وايي، دا اندېښنې بې ځایه دي چې طالبان به بیا کابل ونیسي


افغان امنیتي سرتېري د ورځنۍ بدني روزنې پر مهال - د ارشیف انځور.
افغان امنیتي سرتېري د ورځنۍ بدني روزنې پر مهال - د ارشیف انځور.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي دا بیانونه ناسم وبلل چې افغان امنیتي ځواکونه تیت او پرک دي او طالبان لنډ وخت کې واک ته رسېږي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې د مې پر ۱۸مه د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټۍ غونډې ته وکړې.

ده وویل، د وېرې خپرولو هېڅ اړتیا نشته او په خبره یې نړیوال ځواکونه له طالبانو سره د هوکړې له مخې له افغانستانه وځي.

په غونډه کې د استازو جرګې غړو له افغانستانه د هغو زرګونه کسانو د ایستلو غوښتنه وکړه چې له امریکایي او اېتلافي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دوی ویلي، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې باید هغه کسان له افغانستانه وایستل شي، ځکه چې داسې وېره لري چې طالبان به یې ووژني.

خلیلزاد بیا هغو افغان کارکوونکو ته د ګواښ کچه ټیټه بللې.

امریکايي ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې به ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

په افغانستان کې اوسمهال له ۲،۵۰۰ څخه تر ۳،۵۰۰ پورې امریکايي او د ناټو اېتلاف شاوخوا ۷،۰۰۰ پوځیان دېره دي.

د سرتېرو وتلو بهیر

بایډن وايي، تر سېپټېمبره ټول سرتېري له افغانستانه باسي - د ارشیف انځور
بایډن وايي، تر سېپټېمبره ټول سرتېري له افغانستانه باسي - د ارشیف انځور

د مې پر ۱۸مه د امریکا د دفاع وزارت وویل، له افغانستانه د سرتېرو د وتلو بهیر له ۱۳ څخه تر ۲۰ فیصده پورې بشپړ شوی او د کندهار د لویې هوايي اډې په ګډون یې پینځه اډې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلې دي.

امریکايي جنرالانو او نورو چارواکو اندېښنه ښوولې ده چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل افغان امنیتي ځواکونه له لوی ازمېښت سره مخامخولای شي چې له کبله یې افغان حکومت نسکورېدای او طالبان واکمنېدای شي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني په بیا بیا ویلي چې ملي امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع او ساتنې بشپړ توان لري او د چیلېنجونو مقابلې ته تیار دي.

غني د اپرېل ۱۸مه ټینګار وکړ چې افغان پوځیان امنیتي چارې په ښه توګه پر مخ وړي.

د نوموړي په خبره، "۲۰ کاله مخکې ۹۹ فیصده" چارې نړیوالو ځواکونو ترسره کولې خو اوس افغان ځواکونه ټول عملیات خپله کوي.

د زرګونه افغانانو برخلیک په اړه اندېښنې

له شاوخوا ۱۸،۰۰۰ افغان ژباړونکو، کمانډویانو او نوروهغو چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کاوه، څخه ډېریو یې امریکايي ویزو ته غوښتنلیک ورکړی چې له هېواده ووځي.

د امریکا د استازو جرګې غړي وايي، د ویزو ورکولو بهیر تر دوو کلونو زیاته موده وخت ته اړتیا لري او په دې توګه هغه کسان د طالبانو د بریدونو له ګواښ سره مخامخېدای شي.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو په کمېټۍ کې د رېپبلېکن ګوند یوه لوړپوړي غړي مایک مېکال د مې پر ۱۸مه اورېدنې ته وویل، "داسې ښکاري چې زموږ د سرتېرو تر وتلو وروسته به طالبان هېواد ونیسي" او پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې تر بریدونو "مخکیني حالت ته به یې ستون کړي."

مېکال له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د ایستلو له سختو مخالفانو او ناقدانو یو دی او ویې ویل چې امکان شته چې طالبان د القاعدې په څېر له ترهګرو ډلو سر خپل تعلقات ژور کړي.

نوموړي د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یو سرتېري د اندېښنو یادونه وکړه او ویې ویل چې اندېښمن دی چې طالبان به له امریکايي ځواکونو سره کارکوونکي افغانان ووژني.

ده ټینګار وکړ چې امریکايي مشران دې د ویزې په انتظار افغانان کوم بل هېواد لکه بحرین، کووېت یا متحده عربي اماراتو ته پر لېږدولو غور وکړي او هلته دې یې د ویزې ورکړې تر بهیر بشپړېدو وساتي.

د ډېموکراټ ګوند ټام مالېنوفسک هم له امریکايي ځواکونو سره د کارکوونکو افغانانو برخلیک په اړه اندېښنې وښودې.

ده وویل، "ټول سولې ته هیله من" دي او "خواهش لري چې د سولې" بهیر "بریالی شي" خو د امریکا "تګلاره باید پر واقعي ارزونو ولاړه وي چې څه پېښېدای شي."

د زلمي خلیلزاد دریځ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، د بهرنیو چارو وزارت به د ویزو ورکړې بهیر ګړندی کړي البته خبرداری یې ورکړی چې د "بدترین حالت" په اړه دې له د اټکل کولو په اړه له احتیاطه کار واخیستای شي.

خلیلزاد د کانګرس استازو جرګې غونډې پر مهال - د ۲۰۲۱ز د مې ۱۸مې انځور.
خلیلزاد د کانګرس استازو جرګې غونډې پر مهال - د ۲۰۲۱ز د مې ۱۸مې انځور.

ده وویل، "دوی نه غواړي چې وېره خپره کړي" او دا چې دی "شخصاً باوري دی چې دا ډول بیانونه چې افغان ځواکونه به ړنګ شي او طالبان به واکمن شي، ناسم دي."

خلیلزاد چې په وروستیو کې یې په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي، وايي، دا ډول اندېښنې پر مبالغې ولاړې دي او دا چې د طالبانو مشران د پوځي بریا لپاره د هڅو دلیل نه لري.

خلیلزاد وویل، طالبان د سیاسي جوړجاړي پر لار پرمختګ کوي چې ورسره به هغه وسله واله ډله نړیوال مشروعیت ترلاسه کړای شي او ورباندې به د امریکا او ملګرو ملتونو بندیزونه لیرې شي.

په عین وخت کې زلمي خلیلزاد د جرمني له شپیګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې طالبان یې پوه کړي چې له پوځي لارې روانه جګړه نشي ګټلای.

نوموړي وايي، طالبان له سولې او جګړې څخه د یوې لارې د انتخاب حق لري.

د ده په خبره، طالبانو روانه اوونۍ له برتانوي او جرمن استازو سره په خبرو کې اعتراف کړی چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري او یوازې سیاسي هوکړه کولای شي چې دا بحران پای ته ورسوي.

وسله وال طالبان هم وايي چې د خبرو له لارې د مسلې هواری غواړي خو په عین حال کې یې په افغانستان کې پر ملي امنیتي ځواکونو بریدونو ته هم دوام ورکړی.

خلیلزاد په مرکه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه وښوده او د سولې د خبرو پر چټکتیا او جدي کېدو یې ټینګار کړی دی.

طالبانو په ۱۹۹۶ز کال کې کابل ونیو او پر افغانستان واکمن شول. په ۲۰۰۱ز کال کې چې هغوی د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن امریکا ته له سپارلو انکار وکړ نو د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش په اکتوبر کې پر افغانستان برید وکړ او طالبان یې له واکه لیرې کړل.

خلیلزاد د امریکا له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو مشري کړې او د ۲۰۲۰ز په فبرورۍ کې یې ورسره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG