د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو د اختر لمانځه کې د سولې لپاره دوعاګانې کولې


په افغانستان کې نن درې ورځنی اوربند پر داسې مهال پیل شوی چې افغانان کوچنی اختر لمانځي.

افغان ولسمشر اشرف غني نن( د مې پر ۱۳مه) د اختر په مناسبت په پیغام کې یوځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کښېني.

غني وویل چې طالبان به له دې بهتره شېبه پیدا نه کړي او دا یې ((لوی ترین فرصت دی)) ځکه چې ((ټولې قصې ختمې شوې، بین المللي قواوې ووتې)) او ((لمنه د جمهوریت او غېږه د ولس ډېره پراخه ده.))

غني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د نړیوالو هڅو باجود د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې درېدلې دي.

بین الافغاني خبرې تېر کال په سېپټېمبر کې پیل شوې وې.

په داسې حال کې چې امریکايي ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې خپل ټول سرتېري به د روان کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی او تاوتریخوالی زیات شوی دی. نن سهار ګڼ افغانان د اختر لمانځه لپاره جوماتونو ته ولاړل.

سوله د ټولو افغانانو ګډه هیله ده او د جګړې ښکیل لوري باید د ملت دا غوښتنه ومني.
خوستیوال

چارواکو په کابل کې د لویو جوماتونو امنیت لپاره سرتېري ځای پر ځای کړي. طالبانو او افغان حکومت روانه اوونۍ په اختر کې اوربند اعلان کړ.

په خوست کې د کوچني اختر لمونځ کوونکو هم د جګړې له دواړو لورو وغوښتل، چې د اختر درې ورځنۍ اوربند وغځوي او په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکۍ کېږدي.

دوی وویل، سوله د ټولو افغانانو ګډه هیله ده او د جګړې ښکیل لوري باید د ملت دا غوښتنه ومني.

خوستوالو دا هم وویل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې هیڅ پلمه نه ده پاتې شوې او اوس هغه وخت رارسیدلی، چې د جګړې ښکیل طرفونه سوله ته تیاری وښيي.

د خوست یو تن قومي مشر توریالی منګل مشال راډیو ته وویل: "د جنګ په ښکیلو خواوو باندې غږ کومه چې د کوچني مبارک اختر په مناسبت دا کوم اوربند چې شوی دی، دا دوامداره کړي، بدبینۍ او تیرې ناخوالې چې رامنځته شوي دي، دا باید نورې ورکې کړو، د ملت ارزو دا ده چې نور باید جنګ ته د پای ټکۍ کېښودل شي، سوله رامنځته شي او اتحاد او وروري رامنځته شي. "


مدني فعال عبدالرزاق افغان وايي، اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان په وتلو دي، نو دواړو خواوو ته د سولې ښه فرصت برابر شوی دی.

ده زیاته کړه، په افغانستان کې شته ځوانه انرژي باید له دې زیاته د جګړې خوراک نه شي، بلکې د هېواد په ابادۍ کې ګټه ورځنې پورته شي.

د خوست د ولایتي شورا غړي حبیب خان تڼيوال هم وايي، یوازې په درې ورځې اوربند ستونزه نه حلیږي، نو د جګړې ښکیلې خواووې دي د اختر درې ورځنۍ اوربند په دایمي اوربند بدل کړي:

"د اوربند په رابطه به دومره ووایم چې درې ورځې اوربند بسنه نه کوي، د جنګ د ښکیلو خواوو مې هیله او ارزو داده چې دوی دې په دایمې ډول وسلې په ځمکه باندې کیږدي، اوربند باید اوږد کړي، تر څو په افغانستان کې وینه تویونه بنده شي. "

د خوست اوسېدونکي د دایمي اوربند غځول غواړي ،
د خوست اوسېدونکي د دایمي اوربند غځول غواړي ،
په درې ورځې اوربند ستونزه نه حلیږي، نو د جګړې ښکیلې خواووې دي د اختر درې ورځنۍ اوربند په دایمي اوربند بدل کړي
حبیب خان تڼيوال

د خوست یو تن معلول صاحب منګل وايي، جګړې هغه څوک غواړي چې د جګړې زیان يې نه وي لیدلی، کونډې او یتیمان ونه لري.

دی غوښتنه کوي، چې د سولې پروسې د چټکیدو په خاطر دې یوه ډله معلولین قطر ته ولیږل شي، چې دا کسان خپل معلولیت د جګړې ښکیلو خواوو ته واسطه کړي.

د خوست اوسېدونکي د اختر د لمانځه وروسته داسې مهال د دایمي اوربند یا د روان اوربند د غځولو غوښتنه کوي، چې د افغانستان د جګړې دواړو خواوو د کوچني اختر په دریو ورځو کې د سرتاسري اوربند اعلان کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ افغانستان، پاکستان، سعودی عربستان او ډیریو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر اوله ورځ ده، خو د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان کې خلکو د چهارشنبې له ورځې کوچنی اختر پیل کړ.

XS
SM
MD
LG