په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال له امريکا او ناټو ځواکونو سره کارکوونکي افغانان وېره لري چې د نړيوالو پوځیانو تر وتلو وروسته يې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.
صالح دا څرګندونې پرداسې مهال کړې دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی او طالبانو پر یو شمېر ولایتونو او سیمو بریدونه کړي دي.
دغه کورنۍ تر هغه وروسته د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ له سقوط وروسته وړمه شپه طالبانو د مهترلام پر زندان او شااوخوا پوستو پراخ بریدونه پيل کړل.
د اسټرېلیا وزیراعظم سکاټ موریسن د مې پر ۲۵مه په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې به سفارتخانه د مې پر ۲۸مه وتړي
بلخوا دفاع وزارت وايي، د کمانډو ځواک په عملیاتو کې په بغلان ولایت کې یې اته تنه سرتېري د طالبانو له زندانه خوشې شول.
سیګار د یوناما هغه اټکل ته اشاره کړې چې وایي، د امنیتي ملحوظاتو له امله د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدل تر درې مېلیونه پورې افغانان له اړینو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي دي.
د استازو جرګې غړو له افغانستانه د هغو زرګونه کسانو د ایستلو غوښتنه وکړه چې له امریکایي او اېتلافي ځواکونو سره یې کار کړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته