د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان له لارې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي اعلان کړل.
په دې وسایلو او توکو کې د لمریزې برېښنا څخه کاریدونکي یخچالونه، د اکسیحن جوړونکي ماشینونه، د لاس مینځلو صابون او د ماشومانو کېټونه شامل دي.
د طالبانو مشر مرکچي محمد عباس ستانکزي د اګست پر ۲۷مه ناوخته رویټرز خبري اژانس ته په یو بیان کې ویلي چې د سپټمبر په پیل کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ خبرې اترې نه دي پلان شوې.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر خبرپاڼه ليکي چې دواړو مشرانو له يو بل سره پر ټليفون خبرې وکړې او د افغان سولې پر ارزښت يې ټينګار وکړ.
د پروان ولايت په مرکز چارېکارو کې سيلابونو د اګست تر ۲۶مې له ۱۰۰ زيات کسان وژلي او له ۳۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې پاکستان د "ترهګرو طالبانو" کوربه توب وکړ، هغه هم تر دې وروسته چې پر دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.
د افغانستان د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي برید د اګست پر ۲۵مه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه حیواني کلینیک مخې ته شوی.
په خوست کې د ښوونځیو زده کوونکي له افغان حکومت غواړي چې د خصوصي ښوونځیو او په حکومتي سکټور کې د یولسمو او دولسمو ټولګیو د زده کوونکو په شان دې ټول ښوونیز بهیر په حضوري بڼه پیل شي.
د افغانستان حکومت وايي، پاکستان باید پر طالب مشرانو خپل اوسني لګول شوي بندیزونه لا ډېر پخوا وضع کړی وای.
د افغانستان حکومت وایي، پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو وروستي بریدونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا وغندل شي.
د اګست پر ۲۱مه شاهین ۲۰۹ قول اردو په بیان کې ویلي چې افغان پوځیانو د هېواد په شمال کې په بلخ، سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو بریدونه
د خوست والي محمدصدیق پتمن د محفل په پیل کې په وینا کې وویل، له دې پروګرامه يې موخه دا ده چې خلک او ځوانان یو ځای غونډ شي او د افغانانو دا ګډه او تاریخي بریا په خوشالیو ولمانځي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته