په همدې حال کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي د وسلهوالو طالبانو اووه هغه بندیان چې فرانسې او استرلیا يې په نهخوشې کېدو ټینګار کړی، قطر ته استول کېږي.
د سرچینې په حواله، نن به د طالبانو د بندیانو ۵،۰۰۰ کسیز لېست چې باید د حکومت له توقیف ځایونو او زندانونو خوشې شوي وی، بشپړ شي.
د خبر پاڼې په وینا پرونۍ غونډه کې پنځو واړو کمیټو د خپلمنځي همکارۍ زیاتولو لپاره د پورته کړل شویو اقداماتو یادونه وکړه.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان له لارې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي اعلان کړل.
په دې وسایلو او توکو کې د لمریزې برېښنا څخه کاریدونکي یخچالونه، د اکسیحن جوړونکي ماشینونه، د لاس مینځلو صابون او د ماشومانو کېټونه شامل دي.
د طالبانو مشر مرکچي محمد عباس ستانکزي د اګست پر ۲۷مه ناوخته رویټرز خبري اژانس ته په یو بیان کې ویلي چې د سپټمبر په پیل کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ خبرې اترې نه دي پلان شوې.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر خبرپاڼه ليکي چې دواړو مشرانو له يو بل سره پر ټليفون خبرې وکړې او د افغان سولې پر ارزښت يې ټينګار وکړ.
د پروان ولايت په مرکز چارېکارو کې سيلابونو د اګست تر ۲۶مې له ۱۰۰ زيات کسان وژلي او له ۳۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې پاکستان د "ترهګرو طالبانو" کوربه توب وکړ، هغه هم تر دې وروسته چې پر دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.
د افغانستان د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي برید د اګست پر ۲۵مه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه حیواني کلینیک مخې ته شوی.
په خوست کې د ښوونځیو زده کوونکي له افغان حکومت غواړي چې د خصوصي ښوونځیو او په حکومتي سکټور کې د یولسمو او دولسمو ټولګیو د زده کوونکو په شان دې ټول ښوونیز بهیر په حضوري بڼه پیل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته