د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د خپلواکۍ جشن په ویاړ د غزل شپه جوړه شوه


د غزل شپې او موسیقۍ محفل ته ګڼ خلک ورغلي ول.
د غزل شپې او موسیقۍ محفل ته ګڼ خلک ورغلي ول.

د اګست ۱۸مې پر شپه په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستو ورځې په ویاړ د لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو، روڼ اندو او هنرمندانو په ګډون د غزل شپه جوړه شوې وه، چې په تعقیب يې د موسیقۍ پروګرام وشو او ځوانانو په کې اتڼونه وکړل.

د خوست والي محمدصدیق پتمن د محفل په پیل کې په وینا کې وویل، له دې پروګرامه يې موخه دا ده چې خلک او ځوانان یو ځای غونډ شي او د افغانانو دا ګډه او تاریخي بریا په خوشالیو ولمانځي.

د خوست والي تر لنډو خبرو وروسته ازاده مشاعره پیل شوه، چې یو شمېر کسانو پکې خپل او د نورو شعرونه وویل.

نواب امیرزي خپل شعر داسې وړاندې کړ:

په ښار کې اوسو، خو د ښار په ژبه ښه پوهېږو

یاران پیدا یو، ځکه یار په ژبه ښه پوهېږو

که په کېږدۍ او په جونګړه کې مو ژوند کړی دی

خو کرامت لرو، دربار په ژبه ښه پوهېږو

زموږ بې وسي ده، چې کلونه چوپه خوله ولاړ یو

کنه د هر رنګه مکار په ژبه ښه پوهېږو

په محفل کې نومیالي سندرغاړي جاوېد امیرخېل سندرې وویلې
په محفل کې نومیالي سندرغاړي جاوېد امیرخېل سندرې وویلې

په دې مشاعره کې یو شمېر شاعرانو ترنمونه هم وړاندې کړل.

ځوان شاعر حکیم جان ستوري بیا د پښتو ژبې د یو شمېر هنرمندانو سردارعلي ټکر، استاد ګل زمان، صادق مقبل، استاد بیلتون او نورو سندرغاړو سندرې ترنم کړې.

د خپلواکۍ په مناسبت په هنري ماښامي کې د نورو شاعرانو تر څنګ نوراجان بهیر خپل شعرونه حاضرینو ته وړاندې کړل:

د نوراجان بهیر شعر:

د دې ولس برخلیک دومره په خطر کې نه وو

د زور کمی نه وو، خو عقل يې په سر کې نه وو

یو ځای له ډېرو سالارانو نه یو جوړ نشو

بل ځای د سر سړی د ټول قوم په لښکر کې نه وو

زموږ په دغو بې وسیو به زړه چاودی وای خو

د چیغې زور هم په شمشاد او په خیبر کې نه وو

فریدالله قربان هم مشاعره کې برخه واخیسته:

سوالونه یو څه دي، راکړي جوابونه نور دي

ځار دې له سترګو خو زما ضرورتونه نور دي

ستا د موسکا د کیفیت عظمت منمه ښکلیه

زما د زړه د ماتېدلو سببونه نور دي

دا څه حالت دی، زړه مې ودرېږي، که څه وکړمه

لاسونه زما دي، خو درکړي ګلابونه نور دي

د غزل شپې وروستۍ برخه موسیقۍ او د ګډونوالو لخوا اتڼونو ته ځانګړې شوې وه.

د موسیقۍ په برخه د پښتو ژبې ځوان سندرغاړي جاوید امیرخېل د شپې تر ناوخته حماسي او سیمه ییزې سندرې وویلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG