د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال دې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه وغندي: صدیقي


د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي‌ نړیوال دې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه وغندي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي‌ نړیوال دې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه وغندي

پراګ - د افغانستان حکومت وایي، پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو وروستي بریدونه باید د نړیوالې ټولنې له ‌خوا وغندل شي.

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د اګست پر ۲۲مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پر افغان امنیتي ځواکونو او خلکو د طالبانو وروستي بریدونه د دې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي دوام ښیي.

صدیق صدیقي زیاته کړې چې دغه ډله د سولې په اړه خلک ناهیلي کوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوې دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه کې بریدونه شوي چې د چارواکو په خبره افغان ځواکونو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا بریدونه په بدخشان، زابل ،سرپل او ځیني نور ولایتونو کې شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو او د سولې مذاکراتو پیلولو غږ کړی.

زلمي‌ خلیلزاد دا څرګندونې د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر په یو بیان کې کړې دي. هغه ویلي چې اوس د سولې د خبرو ځنډېدو هېڅ مشروع دلیل نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پر دې سربېره نه دي پیل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني د طالبانو د پاتې بندیانو خوشي کولو امر هم کړی وو.

ولسمشر غني دا امر له هغه وروسته وکړ چې مشورتي لویې جرګې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د طالبانو د هغو بندیانو خوشي هم پرېکړه وکړه چې د افغان چارواکو په وینا په جدي جرمونو تورن دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ په پای کې د قطر پلازمېنه دوحه کې شوي تړون کې راغلي چې افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG