د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لخوا د طالبانو پر کوربه‌ توب افغان چارواکو "تندې نیوکې" کړې


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (منځ) او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر (کيڼ) په اسلام اباد کې
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (منځ) او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر (کيڼ) په اسلام اباد کې

د طالبانو له سیاسي پلاوي د پاکستان د وروستي کوربه ‌توب په اړه د افغان چارواکو تُندې نیوکې روانې دي.

دا ځل د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې پاکستان د "ترهګرو طالبانو" کوربه ‌توب وکړ، هغه هم تر دې وروسته چې پر دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.

صالح د اګست پر ۲۵مه ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالب پلاوي د ناستې عکس په خپرولو لیکلي چې "له ترهګرو طالبانو د پاکستان حکومت په زړه کې کوربه ‌توب شوی، هغه هم یو ورځ وروسته تر دې چې اسلام‌ اباد پر هغوی بندیزونه اعلان کړل."

له بندیزونو وروسته پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه ناوخته په یوه بیان کې وویل، پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول اجرا کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چوهدري ډان ورځپاڼې ته ویلي ول چې دا قانوني خبرتیا د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۱۸مه خپره شوې وه.

د ده په وینا، په وار له مخه اعلان شویو بندیزونو کې بدلون نه دی شوی بلکې د دې قانوني خبرتیا هدف یوازې د هغو بندیزونو ټینګول دي.

خو د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د افغان طالبانو له يوه لوړ پوړي پلاوي سره لیدلي دي.

د راپورونو پر اساس د پاکستان په بندیزونو کې د ملا برادر په شمول چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي مشري کوي یو شمېر طالب مشران شامل دي.

د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر
د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر

قریشي له دوی سره په ناسته کې د بین ‌الافغاني خبرو ژر پیلول وغوښت.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو سره په لیدنه کې ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو تر دې ځایه را رسولو کې رول لوبولی دی چې اوس د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پیل شي.

قریشي وویل چې د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو پر وړاندې خنډونه تر ډېره حده پای ته رسېدلي دي او هیله ده چې د سولې ټینګښت دا پروسه به مخ ته لاړه شي.

هغه همداراز د افغان طالبانو پلاوي ته د افغانستان سولې پروسې سبوتاژ کولو او "زیان رسوونکو" احتمالي خطرونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د افغان سولې په وړاندې مبینه خنډونه

شاه محمود قریشي وویل، په افغانستان کې داسې ډېر خلک دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان رول مهم بولي او غواړي چې په هیواد کې یې سوله راشي.

خو نوموړي هند ته په اشاره وویل، "د دې تر څنګ داسې عناصر هم شته، زموږ په ختیځ کې چې زموږ کوم ګاونډی دی ، هغوی خو به دا ونه غواړي‌ چې حالات دې سم شي."

ده زیاته کړه چې په بیا بیا یې د هغو ګډوډي رامنځ ته کوونکو یادونه کړې ده چې د ده په وینا د ناسمو پوهاویو رامنځ ته کولو هڅې کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې طالبانو له امریکا سره د خپل تړون اجرا له څرنګوالي معلومات ورکړل او ترڅنګ ‌یې له پاکستانه مننه وکړه چې د سولې لپاره د دې ډلې په خبره مخلصانه هڅې کوي.

د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه په دوحه کې د سولې تړون لاسليک شوی و چې پکې د طالبانو د القاعده په ګډون نورو نړيوالو وسله والو ډلو سره د اړيکو شلولو شرط هم شامل و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر لیدنه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر لیدنه

د افغانستان حکومت د صالح تر بېګاني تند غبرګون مخکې هم پر پاکستان غږ کړی و چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او هغه بندیزونه عملي کړي چې څو ورځې مخکې یې اعلان کړي ول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي و چې پاکستان ته په کار ده خپلې نړیوالې ژمنې او مسولیتونه پر ځای کړي او د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌ ‌لیکونه په بشپړ ډول عملي کړي.

افغان حکومت په دې اعلامیه کې یو وار بیا له طالبانو هم غوښتي چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د سولې بين الافغاني خبرې پیل کړي، وینه تویېدنه ودروي او یوې تلپاتې او باعزته سولې ته په رسېدو کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او په دې توګه له نړیوالو بندیزونو ځان وژغوري.

بلخوا طالبانو ويلي چې له امريکا سره د شوي سولې تړون سره سم د بين الافغاني خبرو د پيل شرط د افغان حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشې کول او بلخوا د طالبانو لخوا د افغان حکومت د ۱۰۰۰ بنديانو خوشې کول و، خو د دوی په وينا دوی له خپل لوري د افغان حکومت ۱۰۰۰ بنديان خوشي کړي خو افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالبان بنديانو له جملې څخه ۴۶۸۰ خوشې کړي او پاتې ۳۲۰ لا هم پاتې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG