د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي اعلان کړل


ولسمشر اشرف غني‌ د اګست پر ۲۹مه په یو فرمان کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو لسټ اعلان کړ
ولسمشر اشرف غني‌ د اګست پر ۲۹مه په یو فرمان کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو لسټ اعلان کړ

پراګ - د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان له لارې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي اعلان کړل.

د ولسشمر له ماڼي – ارګ - څخه د اګست پر ۲۹مه ناوخته خپاره شوي‌ فرمان کې ویل شوي چې په شورا کې ۹ مېرمنې هم شاملې دي.

په دې شورا کې حکومتي او غیر حکومتي غړي شامل دي. دا راز د ملي شورا د دواړو جرګو ريیسان، د ولسمشر مرستیالان، د عبدالرب رسول سیاف او ګلبدین حکمتیار په څېر پخواني جهادي مشران هم په دې لیست کې شامل دي.

د افغان ولسمشر اشرف غني فرمان
د افغان ولسمشر اشرف غني فرمان

طالبانو د اګست پر ۲۶مه ویلي وو چې د افغانانو خپلمنځي خبرو او له امریکا سره د نورو مزاکراتو لپاره یې ۲۰ غړي لرونکې ډله جوړه کړې ده.

محمد عباس ستانکزي تر هغه وروسته مشال راډیو ته وویل چې دی به د دې نوې ډلې مشري کوي او دنده به یې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره ځای او ایجنډا ټاکل وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو لپاره لا هم مهالوېش او ځای نه دی اعلان شوی.

د افغانسان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د اګست پر ۲۷مه وویل، د افغانانو خپلمنځيۍ خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

نوموړي د اګست پر ۲۷مه په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دې کې به د طالبانو او افغان حکومت دواړو استازي شریک وي.

خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاس‍ی دفتر د افغان حکومت دا خبره په هم هغه ورځ رد کړه.

د طالبانو مشر مرکچي محمد عباس ستانکزي د اګست پر ۲۷مه ناوخته رویټرز خبري اژانس ته په یو بیان کې وویل چې د سېپټمبر په پیل کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ خبرې اترې نه دي پلان شوې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي‌
د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي‌

امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړی. په هغه تړون کې ویل شوي وو چې افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي کوي او له هغه وروسته به د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې کېږي.

و د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پیل په وړاندې له هغه وروسته خنډونه راپورته شو چې افغان حکومت د شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ.

افغان چارواکو وویل چې په دې بندیانو کې یو شمېر په جدي جرمونو ککړ دي او دوي نشي کولای چې هغه خوشي کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دې مسلې د هواري لپاره د اګست له شپږمې تر نهمې نېټې مشورتي لویه جرکه راوبلله.

لویې جرګې د اګست پر نهمه په پرېکړه لیک کې د پاتې طالب بندیانو د خوشي کولو امر وکړ او پر طالبانو یې غږ وکړ چې په سمدستي‌ توګه د افغانانو خپلمنځي خبرو ته تیار شي.

تر هغه وروسته د افغانستان ولسمشر د یادو بندیانو د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړ، خو ۸۰ تنه طالب بندیان خوشې او ۳۲۰ نور یې په زندان کې پاتې شول.

د ملي‌ روغې جوړې عالي شورا د غړو لسټ دویمه برخه
د ملي‌ روغې جوړې عالي شورا د غړو لسټ دویمه برخه

د لویې جرګې تر پرېکړه وروسته ځینې هیوادونو هم افغان حکومت غږ وکړ چې یو شمېر هغه طالب بندیان خوشي نکړي چې د دوي د وګړو په وژلو تورن دي.

و د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د اګست پر ۲۷مه وویل چې د افغانانو د خپلمنځي‌خبرو په وړاندې ډېری خنډونه لرې شوي او د حل لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د سولې بهیر په لړ کې د پاکستان رول په دې مهم بلل کېږي چې د افغان چارواکو په وینا په افغانستان کې د جنګګېدونکو طالبانو ترشا د پاکستان لاس دی.

خو پاکستان دا خبره ردوي او وايي چې دوي پر طالبانو خپله پرېکړه تپلای نه شي بلکې یوازې د سولې لپاره د منځګړي رول لوبولای شي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اګست پر ۲۶مه د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستاني وزيراعظم دفتر په دې اړه په یو خبرپاڼه کې ليکلي چې دواړو مشرانو له يو بل سره پر ټېلېفون خبرې وکړې او د افغان سولې پر ارزښت يې ټينګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې عمران خان وويل چې پاکستان د سولې لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو ژر پيلېدو ته سترګې په لار دی.

عمران خان پر دې مهال زياته کړې چې پاکستان به په افغان سولې بهير کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG