د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي په پینځو ولایتونو کې د ۶۲ وسله والو د وژلو دعوه کوي


چارواکي وايي سرتېرو په خوږیاڼیو کې د نښتې پر مهال لږ تر لږه ۱۰ وسله وال وژلي - پخوانی انځور
چارواکي وايي سرتېرو په خوږیاڼیو کې د نښتې پر مهال لږ تر لږه ۱۰ وسله وال وژلي - پخوانی انځور

افغان چارواکو په پینځو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په ځواب او ورسره په نښتو کې د ۶۲ وسله والو د وژلو او یو شمېر نورو ژوبلېدو دعوه کړي.

د اګست پر ۲۱مه شاهین ۲۰۹ قول اردو په بیان کې ویلي چې افغان پوځیانو د هېواد په شمال کې په بلخ، سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو بریدونه ځواب کړي او ورته یې مرګ ژوبله اړولې.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پوځ په ځوابي کارروایو او نښتو کې ۲۶ وسله وال ژوبل شوي هم دي.

د ده په خبره، په وژلیو کې د طالبانو دوو مهم قوماندانان عبدالفتاح اوقافي او ملا کریم هم شامل دي.

په بیان کې نه دي راغلي چې د طالبانو په بریدونو او نښتو کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او که څنګه.

اخوا په ننګرهار کې د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د اګست پر ۲۰مه رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو د خوږیاڼیو په نکړخېلو ډنډو سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی.

د ده په وینا، د امنیتي سرتېرو د غبرګون او نښتې پر مهال ۱۰ وسله وال ووژل او یو شمېر ژوبل شول.

خوږیاڼی زیاتوي چې د طالبانو په برید کې څلور امنیتي سرتېري هم وژل شوي او دوه ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د افغان پوځي او ملکي چارواکو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

دا تاوتریخوالی پر داسې مهال شوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اګست پر ۲۱مه پر وسله والو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو او د سولې خبرو پیلولو غږ کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG