د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې سيلابونو له ۱۰۰ زيات کسان وژلي


حکومتي چارواکي وايي، ښايي دغه شمېر نور هم زيات شي.
حکومتي چارواکي وايي، ښايي دغه شمېر نور هم زيات شي.

د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې سیلابونو ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. د افغانستان بيړنيو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت​وزير وايي د پروان ولايت په مرکز چارېکارو کې سيلابونو د اګست تر ۲۶مې له ۱۰۰ زيات کسان وژلي او له ۳۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.

غلام جيلاني فرهاد نن [د اګست پر ۲۶مه] مشال راډيو ته وويل چې دا لومړنۍ شمېرې دي او د تلفاتو شمېر ښايي نور هم زيات شي. نوموړي زياته کړه چې په ځېنو نورو ولايتونو کې هم مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

په میدان وردکو کې سېلابونه ګڼ کورونه ویجاړ کړي
په میدان وردکو کې سېلابونه ګڼ کورونه ویجاړ کړي

سيلابونه د اګست پر ۲۵مه ناوخته له زياتو اورښتونو وروسته نيمه شپه راوتلي.

بلخوا د میدان وردکو د ولایتي شورا غړي وايي چې تېره شپه د دې ولایت په جلریز ولسوالي کې سیلابونو د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون پينځه کسان وژلي دي.

د دوی په وینا، سیلابونو د دې سیمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د میدان وردکو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن [د اګست پر ۲۶مه] مشال راډیو ته وویل چې بارانونه پرون د مازیګر له څلورو بجو پیل شوي ول او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ چې بيا وروسته په سيلاب بدل شول.

چارواکي وايي، سیلابونو د دې سیمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
چارواکي وايي، سیلابونو د دې سیمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

په افغانستان کې بيړنيو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزات ویلي چې په پروان، میدان وردکو، کاپیسا، پنجشیر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې په بارانونو او سیلابونو کې د ځاني زیانونو په خوا کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او کښتونه هم زیانمن شوي دي.

په معلوماتو کې زیاته شوې چې د دې بارانونو او سیلابونو له کبله ۳۰۰ د استوګنې کورونه، ۲۰۰ ميټره استنادي دیوالونه، ۱۰۰ ميټره سړک، ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ځېنې دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG